د لاس رسي وړ اتصالات

د خبرو بله مرحله؛ طالبان غواړي امریکا سره مسایل په خبرو حل شي 


د طالبانو استازي
د طالبانو استازي

د طالبانو حکومت وايي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې ده او دوی د امریکا په ګډون د نړۍ د نورو هېوادونو سره په سیاسي او اقتصادي ‌برخو کې ښه روابط غواړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د ځانګړي ‌استازي تامس وست د خبرو په غبرګون کې ویلي دي‌ چې د امریکا حکومت دې «له طالبانو سره په تماس کې شي او پاتې مسایل د خبرو له لارې حل» کړي.

د امریکا ځانګړي استازي‌ تامس تېره ورځ وویل امریکا به په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو بله مرحله پیلوي،‌ خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده.

د طالبانو ویاند کریمي‌ امریکا غږ ته وویل: « هر اقدام چې ستونزه کموي، طالبان یې هر کلی کوي.» نوموړي‌ په دقیق ډول ونه ویل چې د امریکا له حکومت سره لا «کومې ستونزې» په خپل ځای پاتې دي،‌ او نه هم معلومه ده چې په دوحه کې د خبرو په دویمه مرحله کې په کومو مسایلو بحث کیږي.

د امریکا ځانګړی‌ استازی تامس وست د افغانستان په اړه د خپلو متحدینو سره د خبرو لپاره اروپا ته تللی او ټاکل شوې چې پاکستان او هند ته هم سفرونه وکړي. ښاغلي وست په افغانستان کې د داعش د بریدونو په زیاتوالي‌ او د القاعده ډلې په موجودیت هم اندېښنه وښوده.

طالبان د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل او امریکا د همدغې میاشتې په پای کې په افغانستان کې خپل شل کلن ماموریت ختم اعلان کړ.

امریکا د ځینو نورو اقداماتو تر څنګ د افغانستان د مرکزي‌ بانک څه باندې یو میلیارد پانګه ګنګل کړې ده، طالبان یې پرېښودل غواړي. په همدې حال کې تېره ورځ د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل تر څو چې طالبان په خپلو کړنو او په ځانګړي ډول د همه شمول حکومت جوړولو په اړه خپل دریځ کې بدل نکړي، امریکا به د طالبانو حکومت ته مستقیمې‌ پېسې ورنکړي.

نوموړي وویل له دې سره سره بیا هم امریکا دا مهال له افغانستان سره په بشري برخه کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.‌ وايي د روان کال په ترڅ کې امریکا د نادولتي نړیوالو سازمانونو له لورې افغانستان سره نږدې نیم میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG