د لاس رسي وړ اتصالات

ټنډولکر په کرونا تر اخته کیدو وروسته روغتون کې بستر شو


سچن ټنډولکر ۴۷ کلن دی او په ۲۰۱۳ کال کې یې د کرکټ د نړیوالو لوبو نه استعفا ورکړه.
سچن ټنډولکر ۴۷ کلن دی او په ۲۰۱۳ کال کې یې د کرکټ د نړیوالو لوبو نه استعفا ورکړه.

د هند د کرکټ یو تر ټولو مشهور پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر تیره اونۍ په کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکړ او نن جمعه، اپریل ۲ (وري۱۳) د "احتیاطي" اقدام په توګه په روغتون کې بستر شوی.

۴۷ کلن ټنډولکر په ټویټر کې لیکلي، " د روغتیایي مشورې او اضافي احتیاط په توګه زه په روغتون کې بستر شوم."

ښاغلي ټنډولکر همدارنګه هیله ښودلې چې څو ورځې وروسته به کور ته ستون شي او د ټولو نه یې غوښتي چې خوندي وي.

په هند او نړۍ کې د کرکټ مینه والو، لوبغاړو او چارواکو د نړۍ یو تر ټولو مشهور لوبغاړي ته د عاجلې روغتیا دعاګانې کړي.

د هند د کرکټ د ملي ادارې منشي، جې شاه ویلي، " سچن ټنډولکر ته د عاجلې شفا لپاره دعا کوم. "

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان، وسیم اکرم چې په خپل وخت کې د ښاغلي ټنډولکر سر سخت رقیب بلل کېده، هم هغه ته د ژر تر ژره ښه کیدو دعا کړې.

ښاغلي اکرم ویلي، " آن چې تاسو ۱۶ کلن وئ د نړۍ تر ټولو د غوره توپ اچونکو په خلاف مو په زړه ورتیا لوبه کوله. او زه یقین لرم چې په کویډ ۱۹ به هم شپږیزه ووهئ."

ټنډولکر په ټیسټ او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د نړۍ تر بل هر لوبغاړي ډیرې منډې لري.

هغه د ټیسټ په ۲۰۰ لوبو کې ۱۵۹۲۱ منډې کړي.

د لیټل ماسټر یا وړوکي استاد سچن ټنډولکر بل ریکارډ دا دی چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۸۴۲۶ منډې یې کړي او د ټیسټ او یو ورځینو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ سلیزې لري.

XS
SM
MD
LG