د لاس رسي وړ اتصالات

د خصیو سرطان څومره پراخ او خطرناک دی؟ 


د خصیې یا بیضې سرطان معمولا د درملنې وړ دی، خو ټول نارینه د دې ډول سرطان د معاینې په اهمیت نه پوهیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اپرېل میاشت د خصیو د سرطان په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره ځانګړې کړې چې نارینه د دې ناروغۍ، نښې نښانې او د انفرادي معاینې طریقې زده کړي.

خصیې د بدن دوه ګوني بیضوي شکله غړي دي چې سپرم او ټسټوسټیرون پکې تولیدیږي. د بدن ددې ارګان سرطان ډیر عام نه دی او په متحده ایالاتو کې په سلو کې نیم فیصد نارینه پدې ناروغۍ اخته کیږي.

د خصیو د سرطان له نیمایي څخه ډیرې قضیې د ۲۲ او ۳۴ کلونو عمر لرونکو نارینو ترمنځ تشخیص کیږي. د هرو ۲۵۰ نارینو څخه یو یې ښایي په دې ناروغۍ اخته شي. پدې سرطان یوازې یوه خصیه اخته کیږي.

تر اوسه د خصیو د سرطان اصلي لامل نه دی په ګوته شوی، خو دا سرطان تر ډېره په هغو نارینو کې تشخیصېږي چې د بدن دغه غړي یې په سمه توګه وده نه وي کړې، یا یې صدمه او ضربه لیدلې وي او یا هم د زیږون له وخته نیمګړتیا ولري. حتی په ځینو مواردو کې، د خصیو مایکروبي ناروغۍ هم په سرطان د دې ارګان د اخته کیدو لامل شي.

که د خصیو سرطان په وخت وپیژندل شي، تر ډیره حده یې درملنه کیدای شي. دا غوره ده چې د بدن په دې برخه کې د بدلونونو د رامنځټه کیدو په صورت کې د ډاکټر سره مشوره وکړئ.

د یوې او یا دواړو خصیو ستر والی او توپیر، د کڅوړې شدید درد چې خصیه پکې موقعیت لري، د خصی په شاوخوا برخو کې درد او خارښت، په خصی کې غیر معمولي برجستګي او د خصی په کڅوړه کې د مایعاتو جمع کیدل د خصی د سرطان عمده نښې نښانې دي.

هماغسې چې د ښځو د سینې سرطان د معایناتو او تشخیص لپاره د منظمو معایناتو سپارښتنه کیږي، د خصیې د سرطان لپاره کومه ځانګړې او منظم ازمویښت نشته او دا هم ندي ویل شوي چې یو نارینه پدې ناروغۍ باندې د نه اخته کیدو د ډاډ لپاره په کومو وختونو کې ډاکټر ته لاړ شي؟

په ډیرو مواردو کې، نارینه کولی شي پخپله د خصی د معاینې او لمس کولو په جریان کې په دې غړي کې سرطاني بدلونونو ته متوجه شي. له همدې امله ډاکټران سپارښتنه کوي چې نارینه باید لاندې ټکو ته پام وکړي.

تل د خصیو محافظتي کڅوړه د بدلونونو او پړسوب لپاره معاینه کړئ، هر یو خصی په لږ فشار سره لمس او مساج کړي چې په هغې کې غیر معمولي علایم شتون ونلري، او همدارنګه هغه طنابونه چې د خصیو سره تړلې دي، تر هغې برخې پورې چې د لاسرسي وړ وي لمس کړي او د غیر معمولي بدلونونو د رامنځته کیدو په سصورت کې ډاکټر ته مراجعه وکړي.

دا غوره ده چې دا فردي ازموینه د حمام کولو یا په ګرمو اوبو کې د کښیناستو پرمهال ترسره شي ترڅو خصیې او ورسره تړل شوي طنابونه په اسانۍ سره لمس شي.

د پرمختګ په صورت کې، د سرطان حجرې کیدای شي د سرطاني خصیو څخه نورو ارګانونو ته خپرې شي او په دې ارګانونو کې د تومورونو د رامنځته کیدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG