د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ټکساس ایالت نوی قانون به بهرنیانو ته د جایدادونو اخیستل سخت کړی


د ټکساس ایالت د ډالاس ښار
د ټکساس ایالت د ډالاس ښار

د امریکا د ټکساس ایالت د پارلمان یو شمېر غړي د داسې قانون پر مسودې غور کوي چې له مخې به یې په دغه ایالت کې د چین، ایران، شمالي کوریا او روسیې د وګړو د ځمکې د مالکیت حقونه محدودېږي.

د ټکساس ایالتي سناتوره لویس کولکورسټ وايي چې د امنیتي هدف لپاره دا کار کوي.

هغې وویل: "اجازه راکړئ چې په څرګند ډول ووایم چې د ټکساس ایالت وګړي، پوهېږي چې د کوم ګواښ سره مخامخ دي. هغه که دموکراټان دي، که جمهوري غوښتونکي دي او که ناپېیلي خلک دي، ټول په دې پوهېږي. ما هیڅکله په دومره لوړه کچه د نظرونو توافق نه دی لیدلی."

جمهوري غوښتونکي سناتورې کولکورسټ د تیرې پنجشنبې په ورځ (مارچ دوهمه) د قانون پر دغې مسودې عمومي استماعیه غونډه پرانسته. د ټکساس د استازو د ایالتې جرګې غړی جین وو وايي، د زوکړې د ځای پر بنسټ د خلکو سره توپیري چلند یو غیري امریکايي عمل دی.

هغه زیاته کړه: "ددې اصلي مانا دا ده چې، ددغو هیوادونو هر وګړی یو جاسوس، یو خاین او د یادو هیوادونو احتمالی استخباراتي ځری دی. دا غیري عادلانه دی، په ځانګړي ډول د ډېرو هغو خلکو په حق کې چې د چین، ایران او روسیې د حکومتونو له لاسه دلته راغلي او د هغو حکومتونو سره د هیڅ ډول اړیکو تمه هم نه لري."

د ټکساس ایالت د کرنې د چارو مشر سیډ میلر وايي، وروسته له هغه چې یوه چینايي میلیاردر چې د چین د پوځ سره د اړیکو شک پرې کېږي، د هوايي ځواکونو د اډې سره د بادي برېښنا د تولیدي مرکز د جوړولو په نیت ۵۲۰۰۰ هکتاره ځمکه وپېرله، ده د پارلمان د غړو سره ددغه قانون پر طرحه ډېر کار وکړ.

میلر وویل: "که یو فرد غواړي چې ځمکه وپېري، یوازې د امریکا تابعیت دې واخلي. کله چې د امریکا تابعیت واخلې بیا کولای شې چې ټوله ځمکه وپېرې. خو که ته د کمونست ګوند غړی یې او یا زموږ له دښمنانو څخه یې؟ نه. بیا نه شې کولای چې ځمکه وپېرې."

غبرګونونه

د ایراني امریکایانو د ملي شورا مشر، جمال عبدي وايي، د قانون ددغې مسودې ستونزه دا ده چې هغه افراد په نښه کوي چې د بهرنیو حکومتونو سره اړیکې نه لري. د نوموړي په باور، دا به تبعیض پراخ کړي.

جمال عبدي وویل: "زه فکر کوم چې دا به یې د څار په ډول پلي کېدو ته زمینه برابره کړي چې بیا به خلک وايي: "دا د ایالت قانون دی چې زه باید چینايي او ایراني وګړي د کور او ملکیت د پېرلو څخه منع کړم. ځکه نو زه غواړم چې په خپل لاس کې یې واخلم تر څو ډاډه شم چې زه یې نه کوم."

د ټکساس د استازو د جرګې دموکراټ غړی، جین وو، په خبره دا مسوده د سوداګرۍ لپاره بده ده.

وو وویل: "چین د ټکساس دوهم لوی سوداګریز شریک دی او چین د ټکساس د توکو درېیم لوی پېرونکی دی. او که ته د پوهنتون محصلینو ته ووایې چې که ته دلته راشې، ممکن ونشې کولای چې دلته سوداګري پیل کړې، بیا به نو هغوی دلته ولې راځي؟ ولې بل داسې ځای چې هرکلی یې کېږي، ولاړ نه شي؟"

ددې ایالت د کرنې د چارو مشر، سیډ میلر، ددغه قانون د مسودې اصلي موخه دا ګڼي چې د هغو خلکو مخنیوی وشي چې له چین څخه راځي او دلته ځمکې پېري. میلر زیاته کړه: "دا یې اصلی ټکی دی. هو. دا به د هغو خلکو مخه ونیسي چې له چینه راځي او دلته زموږ ځمکې پېري. موږ دا نه غواړو او باید ودرېږي."

د ټکساس والي ګریګ اباټ وايي، که دغه مسوده د ټکساس د پارلمان د دواړو جرګو لخوا تایید شي، نوموړی چمتو دی چې لاسلیک یې کړي چې په قانون بدل شي.

XS
SM
MD
LG