د لاس رسي وړ اتصالات

تایلنډ: له تازه بریدونو وروسته به هم له مسلمان یاغیانو سره مذاکرات روان وي


د تازه بریدونو یوه سیمه
د تازه بریدونو یوه سیمه

د تایلنډ لوړ پوړي مرکچي د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمری ۲۷) وویل چې د دغه هېواد په جنوب کې د دې اوونۍ همغږي بریدونه او تاوتریخوالی به له مسلمان یاغیانو سره د اوږد اوربند لپاره د سولې د مذاکراتو په مخکې خنډ نه شي.

د تایلنډ پوځ وايي چې د چهارشنبه په ماښام او د پنجشنبې په سهار اګست ۱۸ (زمری۲۷) د دغه هېواد د جنوب دریو ایالتونو « پټاني، ناراټیواټ او یالا» کې بمي چاودنې او اورورین بریدونه شوي چې هټۍ، د تیلو ستېشنونه او تجارتي سیمې په کې په نښه شوي‌ دي.

چارواکي‌ وايي په دغو پېښو کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ژوبل دي. په تایلنډ کې د مسلمان یاغیانو لویه ډله «باریسن ریولوسي ناسونل» په خپل فیسبوک کې د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی او د «وژنې له کبله یې بخښنه غوښتې» ده.

دا ډله وايي چې په دغو تجارتي ځایونو باندې یې د تایلنډ د پانګوالي سیستم د یوې نښې په توګه بریدونه کړي چې د دوی په ادعا د ټولنې کاروبار او تجارت خرابوي.

دا بریدونه په تېرو څو کلونو کې د خپل ډول لومړي وو او په داسې حال کې شوي‌ دي چې د حکومت او دغې ډلې ترمنځ له څو کلونو راهېسې د سولې خبرې روانې دي.

په تېرې روژې کې بریدونه کم شوي‌ وو او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دوامدارې سولې لپاره خبرې پيل کړي‌ او یو ګډ میکانیزم جوړ کړي‌ چې د موافقې څخه سرغړونې وپلټي.

د حکومت له لوري‌ د سولې د دغو خبرو مشر جنرال وانلوپ روکسانهو امریکا غږ ته وویل چې وروستي لوی بریدونه به د سولې د خبرو په مخکې خنډ نشي.

هغه وویل: «د سولې د خبرو ډله غواړي بیا تاکید وکړي‌، چې روان وضعیت ته له پام کولو پرته، د حکومت د پالیسۍ په اساس به موږ له سوله ایزې لارې په خپلې ژمنې ولاړ یو چې د سیمې خلکو ته باثباته سوله او ارامي راشي.»

نوموړي وویل چې د خبرو بل دور په یوې یا دوو میاشتو کې پلان شوي‌ دي او د پلان په اساس به مخې ته ځي.

دغه جنرال ومنله چې د مسلمان یاغیانو له ډلې سره د دریو-څلورو میاشتو اوربند د خبرو په اجنډا کې شامل دی. خو هغه وروستي بریدونه وغندل او وویل چې د خلکو ژوند او اقتصاد خرابوي.

یاغیان او په سیمه کې د بشري‌ حقونو ډله حکومت تورنوي‌ چې د «ملايي‌ مسلمانانو» تاریخي میراث ځپي، دا میراث د پټاني سلطنت دی چې په ۱۹۰۹ کې بریتانوي امپراتوري د هغه وخت پاچا صیام ته وسپاره.

د تایلنډ د جنوب د ازادۍ د بیا برقرارولو لپاره په ۲۰۰۴ کې د تاوتریخوالي له پیل راهېسې تر دې دمه څه باندې ۷۳۰۰ کسان وژل شوي او حکومت هلته مارشلا اعلان کړې ده.

د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې بریدکوونکو، چې شک کېږي اورپکي به وي، په سیمه کې ۱۵ مدافع رضاکاران ووژل. دا د تاوتریخوالي له پیل راهېسې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د تایلنډ په جنوب کې د یو پوهنتون استاد سریسومپاب جیتپیرومسري وايي چې ممکن د ورستیو بریدونو هدف دا وي چې یاغیان غواړي حکومت ته دا پیغام ورسوي چې د سولې خبرې ورو روانې دي.

XS
SM
MD
LG