د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ تایلنډ کې د سیاحت د برخې ۱.۴۵میلیون کارونه ختم شوي 


سیاحت د تایلنډ د کورني خالص عایده مهمه برخه ده
سیاحت د تایلنډ د کورني خالص عایده مهمه برخه ده

په تایلنډ کې د سیاحت او ګرځندوی یو خصوصي ګروپ وايي چې د کرونا ویروس د وبا له کبله دغه هېواد د توریزم په برخه کې لوی زیان لیدلی دی.

د تایلنډ د توریزم د شورا مرستیال ویچټ پراکوبګوسن یو خبري کنفرانس ته وویل چې د کروناویروس تر وبا مخکې په تایلنډ کې په سیاحت کې ۴.۵ میلیون کارونه او دندې وې او شاوخوا ۳۸ میلیون کسانو په کې کار کاوه.

نوموړي وویل چې د کرونا وبا په اولې څپې کې شاوخوا ۴۰۰زره دندې ختمې شوې او په عمومي ډول ۱.۴۵ کارونه ختم شوي دي.

ګرځندویي او سیاحت د تایلنډ د کورني خالص عاید ۱۱-۱۲ برخه جوړوي.

د تایلنډ حکومت اوس هلې ځلې کوي چې بېرته کاروبارونه، سیاحت او ژوند عادي کړي. اټکل کیږي چې سږکال به شاوخوا درې میلیون هغه بهرني سیلانیان چې د کروناویروس واکسین یې کړی، تایلنډ ته د سیاحت لپاره ولاړ شي. دوی به د کروناویروس د دوو اونیو له قرنطین څخه مستثنی وي.

خو حکومت پلان لري چې دا شمېره ۶.۵ میلیون ته ورسوي، مګر ښاغلي پراکوبګوسن وايي چې دومره کسان به رانشي.

تایلنډ د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي بندیزونه ولګول. تېرکال ۶.۷ میلیون بهرني سیلانیان تایلنډ ته تللي وو، خو په ۲۰۱۹کې بیا دا شمېر ۴۰ میلیون و.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په ۲۰۱۹ کې بهرنیو سیلانیانو په تایلنډ کې ۶۱.۲۴ میلیارد ډالر مصرف کړي وو.

خو ښاغلي پراکوبګوسن وايي سږکال شاید بهرني سیلانیان په دغه هېواد کې پنځه میلیارد ډالر مصرف کړي.

په تایلنډ کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه شاوخوا ۹۴ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۸زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې پیدا او نورو هېوادونو کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا له کبله تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۲.۷۷ میلیون انسان مړه شوي او تر ۳۰.۲۱څخه زیات نور کسان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG