د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د فلمونو لومړنۍ ملي جشنواره پیلیږي


د افغان فلم د معلوماتو پر بنسټ‌ له دې مخکې افغانستان کې د فلمونو کومه ملي جشنواره نه ده ترسره شوې
د افغان فلم د معلوماتو پر بنسټ‌ له دې مخکې افغانستان کې د فلمونو کومه ملي جشنواره نه ده ترسره شوې

د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د لاجورد په نامه د فلمونو ملي جشنواره پیلیږي.

دغې جشنوارې ته د نیږدې ۲۰۰ بېلابېلو افغاني فلمونو نوملیکنه شوې چې ۵۰ فلمونه به یې سیالۍ ته کېښودل شي.

د افغان فلم اداره وايي دغه جشنواره به افغانستان کې د سینما ځپل شوي صنعت ته له سره وده ورکړي.

د ۱۹۹۲ زېږدیز کال کورنۍ جګړې افغانستان کې د سینما په شمول ټول بنسټونه ونړول.
د ۱۹۹۲ زېږدیز کال کورنۍ جګړې افغانستان کې د سینما په شمول ټول بنسټونه ونړول.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي نن سه شنبه نومبر۱۷ (لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل "تر ټولو اړینه دا ده چې لیدونکو ته د جوړ شویو فلمونو ښوونه کیږي. موږ غواړو له دې لارې خپل خلک د فلم لیدو ته وهڅوو."

اغلې کریمي وايي چې د یادې جشنوارې مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له خوا کیږي.

د لاجورد جشنواره درې ورځې وروسته پلیږي چې د لسو ورځو لپاره به دوام ورکړي.

د افغان فلم د معلوماتو پر بنسټ‌ له دې مخکې افغانستان کې د فلمونو کومه ملي جشنواره نه ده ترسره شوې.

مهرګان او د هرات ښځې د فلمونو هغه جشنوارې دي چې وروستیو کلونو کې د خصوصي سکټور له خوا ترسره شوي دي.

د ۱۹۹۲ زېږدیز کال کورنۍ جګړې افغانستان کې د سینما په شمول ټول بنسټونه ونړول.

له هغه مخکې افغانستان کې په ښه کیفیت فلمونه جوړېدل او سینما ګانو کې له بهرنیو فلمونو سره یو ځای نندارې ته وړاندې کېدل.

په تېرو دوو لسیزو کې بیا افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه شوي دي چې د سینما صنعت هم پکې تر یوه حده بدلون کړی دی.

XS
SM
MD
LG