د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ ميلادي کال د اکتوبر پر ۱۱مه به د پښتنو يوه لويه جرګه رابلي.
نوموړي دا اعلان د جولای پر ۱۲مه (د چنګاښ پر ۲۲مه) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته وکړ او زياته يې کړه. "پر ۱۱م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو. ټول پښتون ولس ته به، د ټول پښتون ولس نماينده خلکو ته به، د ملنګ په شان به کلي کلي ته ننوځم او هغوی ته په خپلو لاسونو دعوت ورکوم، جولۍ به ورته واچوم چې قام غرقيږي، راووځئ".
ګيله من وزير په اسلام اباد کې د جولای پر اوومه (د چنګاښ پر ۱۷مه) په يو مرګوني بريد کې تر ژوبلېدو وروسته د جولای پر ۱۱مه (د چنګاښ پر ۲۱مه) نيمه شپه ومړ.
د افغانستان د پخوانيو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي په ګډون په افغانستان او پاکستان کې دننه او بهر يوشمېر پښتنو سياستوالو، د حقونو فعالانو، لوبغاړو، ليکوالو او سندرغاړو د ګیله من وزیر پر مړینه د غم او غصې اظهار وکړ او هغه يې "د پښتنو د حقونو مبارز او رسا غږ" وباله.
منظور پشتين د ګيله من وزير د جنازې ګډونوالو ته وويل چې "پر پښتنو ظلمونه روان دي، نور پښتانه هېڅ [ظلم] ته تيار نه دي. زه د پاکستان رياستي واکدارانو ته هم وايم چې ښکاري داسې چې زموږ او ستاسو سره ونه شوه. ښکاري داسې چې دا حالات چې کوم تاسو جوړوئ، پښتانه نور ستاسو سره په دې شرايطو تګ نه شي کولای."
پاکستان کې د پښتنو وروستۍ جرګې:
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي چې په دا وروستيو کې يې يوه تر ټولو لويه جرګه د ۲۰۲۲ ميلادي کال د مارچ مياشتې له ۱۱مې تر ۱۴مې پورې وشوه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب په هغه "پښتون قامي جرګه" کې څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو چې سياستوالان، قبايلي مشران، ديني عالمان، ښوونکي او څېړونکي، مدني فعالان، مېرمنې او ګڼ ځوانان پکې شامل ول.
د هغې څلور ورځنۍ جرګې په ۲۵ نکاتي پرېکړه ليک کې په پاکستان کې د پښتنو لپاره د يوې متحد ایالت جوړېدو غوښتنه شوې وه. "د ميانوالي او اټک په شمول دې د جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا په يو ځای کولو سره د پښتنو يوه متحد قومي ایالت جوړکړل شي."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د هغې جرګې د پرېکړه ليک د لوستلو پر وخت وويل چې جرګې له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ لخوا لګول شوی اغزن تار رد کړی او غوښتنه یې کړې چې د دواړو غاړو ولسونو ته دې بې له څه ډول سنده د تجارت او تګ راتګ اجازه ورکړل شي. جرګې همداراز په افغانستان کې پر طالبانو غږ کړی وو چې د ټولو افغانانو لپاره "د منلو وړ" حکومت جوړولو لپاره دې لویه جرګه او انتخابات وکړي.
په بنو کې پښتون قومي جرګې زیاته کړې وه چې په پاکستان کې دې "پر پوځي امنيتي پوستو خلک نه ځورول کېږي، برمته کړل شوي ټول خلک دې خوشې کړل شي، ماورای عدالت قتلونه دې بند کړل شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ زنداني شوي مخکښان دې خوشې کړل شي."
که څه هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي ول چې د جرګې د مادو د عملي کولو لپاره به يوه استازې کمېټه ټاکي خو د پښتنو ګوندونو د سياسي اختلافاتو له امله هغه کار لا هم نه دی شوی.
د پي ټي اېم د راتلونکې جرګې اغېز:
دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پشتين د ګيله من وزير د جنازې ګډونوالو ته وويل چې تېرو جرګو لا تر اوسه نتيجه نه ده ورکړې. "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتون روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ دا کوو".
ليکوال او څېړونکی ډاکټر عبدالغفور لېوال وايي چې جرګې د پښتنو په تاريخ کې ډېر غوره مقام لري او پښتنو او افغانانو همېش خپلې ستونزې د جرګو له لارې هوارې کړې دي.
نوموړي امريکا غږ ته وويل چې په ټولو اريايي سيمو کې جرګو خپلې بڼې وخت نا ناوخته بدلې کړې دي خو پرېکړې يې همېشه د ولس لپاره د منلو وړ وې.
هغه زياته کړه چې په پښتني او افغاني خاوره کې جرګې د درناوي وړ مراجع پاتې شوې دي. "د ميرويس خان نيکه ټوله سياسي برنامه پر جرګو ولاړه وه. وروسته د شير سرخ مشهوره جرګه، چې په هغه کې د افغانستان لوی ټولواکمن احمد شاه بابا وټاکل شو او د هغه په پايله کې د افغاني لويې دراني ټولواکمنۍ حاکميت رامنځ ته شو. له هغه وروسته د افغانستان په معاصر تاريخ کې لويو جرګو تل د افغانستان په سياستونو کې مهمه ونډه درلودلې ده."
د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او څېړونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي چې د منظور پشتين له اعلان سره سم د پي ټي اېم په کوربه توب راتلونکې جرګه کې به لسګونه زره کسان ګډون کوي.
نوموړي امريکا غږ ته وويل چې که داسې وشي نو دا به په ۲۱مه پېړۍ کې د پښتنو تر ټولو لويه جرګه وي. "له پښتنو سره چې د ۲۰مې پېړۍ په وروستۍ نيمايي او په روانه ۲۱مې پېړۍ کې څومره ظلم، جبر او ناروا شوي دي، په هغه پيمانه باندې دا ظلمونو دوی منظم کړي نه دي. نو چې دا ځل ټول پښتانه، د هر ګوند، د هر فکر، د هر نظر، او د هر ټبر او قبيلې پښتانه دا شی احساس هم کړي او بيا د دې د عملي کولو لپاره ژمن هم شي نو اغېز به يې زيات وي."
پښتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر يو لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي.
برکت شاه کاکړ زياتوي، "دا ولسونه که دا ځل ۴۰ زره راځي، نو دا که په يو کال کې څلور لکه شي او تر راتلونکو دوو کلونو پورې تر يو ميليون پورې ورسېږي، نو زما په فکر بيا دا غږ اورېدل کېدلی هم شي او له پښتنو سره د روان ظلم او پر وسايلو يې د قبضې مخنيوی هم کېدلی شي."
د پښتني جرګو تاريخ:
پښتنو د خپل تاريخ په اوږدو کې يو شمېر لويې پرېکړې د جرګو له لارې کړې دي. د ځينو جرګو له لارې حکومتونه رامنځ ته شوي او ځينې وخت بيا حکومتونو د مهمو پرېکړو لپاره ولسي جرګې کړې دي.
د ماونټسټوورټ اېلفينسټن، لوييس ډوپري او يوشمېر نورو ختيځ پوهانو تر څنګ ګڼو افغان ليکوالانو او تاريخ پوهانو په خپلو کتابونو کې د پښتنو د موثره او تاريخي جرګو ذکر کړی دی.
د همدغو تاريخي سرچينو له مخې، په ۱۷۰۹ ميلادي کال کې ميرويس خان هوتک لومړی د کندهار په کوکران او وروسته د کندهار د دامان ولسوالۍ په مانجې کلي کې جرګه وکړه چې هغه وخت د قبيلو مشرانو نوموړی د پاڅون مشر وټاکه.
هغه وخت صفوي واکمن شاه حسین یو شمېر سیمې لاندې کړې وې او ګورجستانی ګورګین د کندهار واکمن ټاکل شوی وو. د مشر په حيث له ټاکل کېدو وروسته ميرويس "نيکه" د ګورګین او صفوي دربار پر ضد پاڅون وکړ او ګورګين يې له منځه يووړ.
تر دې وروسته د افغانستان د تاريخ تر ټولو نوموتې، مهمه او برخليک ټاکونکې لويه جرګه د ۱۷۴۷ ميلادي کال په جولای مياشت کې د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې وشوه. د بېلا بېلو افغان قبيلو د مشرانو د دې جرګې پر نهمه ورځ ۲۵ کلن احمد خان د افغانانو مشر وټاکل شو.
نوموړی، چې وروسته يې د احمد شاه دراني (ابدالي) په نوم شهرت وموند، د اوسني افغانستان بنسټ کښېښود او د دې هېواد د تاريخ تر ټولو لويه واکمني يې رامنځ ته کړه. هغه د افغانانو خورې ورې قبيلې را يو ځای کړې او ملت يې ورڅخه جوړ کړ چې له مرګ وروسته افغانانو د "بابا" لقب ورکړ.
فورم \ دبحث خونه