د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

لسګونو کسانو نن شنبه اګست ۲۸ (وږي۶) د کابل په ښار کې د بانکونو او صرافیو د تړلو کېدو په ضد مظاهره وکړه.

اعتراض کوونکي د «نوي کابل بانک» مخې ته راټول شوي وو او شعار یې ورکاوه چې «له اسلامي امارت» څخه «خپل حق» غواړي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې طالبانو کابل ونیوه او له هماغه راهېسې بانکونه او په افغانستان کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز «سرای شهزاده» تړل شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې دوو مشهورو بانکونو «نوي کابل بانک» او «عزیزي بانک» ویلي چې د بانکونو خلاصېدل یې « د افغانستان بانک» په فعالیت پورې تړلي دي.

طالبانو څو ورځې مخکې د «مولوي عبدالقاهر» په نامه یو کس د «افغانستان بانک» مشر وټاکه. دا خبر د افغانستان بانک په رسمي فیسبوک کې خپور شوی دی.

مولوي عبدالقاهر «په افغانستان بانک کې د کار او خدمت پر پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په هېواد کې به د مالي او بانکي چارو د لا پیاوړتیا په موخه په پوره امانتدارۍ سره کار کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانیو ارزښت هم ډېر لویدلی دی او د خوراکي‌ موادو قیمتونه هم لوړ شوي دي او خلک له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.‌

د بانکونو د تړل کېدو په ضد د کابل د خلکو مظاهره
د بانکونو د تړل کېدو په ضد د کابل د خلکو مظاهره

د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش له ځانمرګي برید شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د داعش-خراسان ډلې په افرادو باندې یې بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

په برید کې هغه کس په نښه شوی دی چې د امریکا د پوځ په باور د کابل د هوايي ډګر د خونړي ځانمرګي برید د پلان مسولیت یې په غاړه لره.

د امریکا د مرکزي قومندي ویاند جګړن بل اوربن د جمعې په ورځ اګست ۲۷ (وږي۵) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: « د بې پیلوټه الوتکې برید د ننګرهار په ولایت کې شوی دی. له ابتدايي نښو نښانو ښکاري چې موږ په نښه شوی کس وژلی دی. موږ پوهېږو ملکی‌ تلفات نشته.»

د کابل په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایان په کې ووژل شول او د داعش-خراسان ډلې یې مسولیت ومانه.

په افغانستان کې د مخکني حکومت چارواکو په وینا د داعش ډله د افغانستان په ختیځ او شمال کې فعاله ده چې شمېر یې سلګونو ته رسیږي. په دوی کې د طالبانو یو شمېر پخواني غړي هم شامل دي.

د امریکا د پوځ بي پيلوټه الوتکه
د امریکا د پوځ بي پيلوټه الوتکه

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې دافغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د هغو افغانانو د ډله ایزې کډوالۍ لپاره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د جنګ او د طالبانو د حاکمیت او د ځورونو له امله تښتي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره او همکار سازمانونه یې د هغه څه لپاره چې د ۵۱۵۰۰۰ افغانانو د مهاجرت ممکنه ناوړه حالت ښودل شوی، چمتووالی نیسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې کمیشنرې، کیلي کلمنتس وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له حکومتونو سره، دغو هیوادونو ته د زیات شمیر افغان کډوالو د ممکنه ورتګ لپاره د مالي او مادي مرستو چمتووالی نیول کیږي.

نوموړې زیاته کړه: " تر اوسه پورې د ډله ایزې کډوالۍ شاهدان نه یو، علت دادی چې په افغانستان کې وضعیت په خورا چټکۍ سره او د تمې خلاف بدلون وموند. په همدې خاطر مونږ باید هر ډول احتمالاتو ته چمتو واوسو، چۍ دغه کار سرچینو، چمتووالي او ډیر وخت ته اړتیالري."

افغان کډوال
افغان کډوال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په څو ورځو کې به افغانستان د درملو او نورو صحي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

دغه سازمان پرون جمعه د اګست ۲۷ ( وږي ۵) وویل چې د لومړنیو طبي مرستو بستې، د روغتونونو لپاره عاجل مواد او په افغانستان کې د ماشومان د خوار ځواکۍ لپاره کارېدونکي درمل تر هر څه مخکې ژر په کار دي. د ملګرو ملتونو دسازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک په بهرنیو مرستو بسیا دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سیمه ایزو بیړنیو حالاتو مدیر ریک برینن وویل چې په افغانستان کې د ایټالیا ایمرجنسي روغتون د لومړنیو طبي مرستو د توکو له کمښت سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې هفتې د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګي برید سلګونه کسان ووژل او ټپیان کړل.

افغانستان
افغانستان

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG