د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

طالبانو د داعش-خراسان په ډلې د امریکا هوايي برید وغانده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په ننګرهار کې د داعش په ډلې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې بمبار «په ښکاره د افغانستان په خاورې» برید دی. نوموړي دا برید غندلی دی.

د امریکايي پوځ د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش له ځانمرګي برید شاوخوا ۴۸ ساعته ورسته اعلان وکړ چې په ننګرهار کې د داعش-خراسان هغه کس یې په نښه او وژلی دی چې د کابل د ځانمرګي برید د پلان جوړونې مسول و.

د کابل د هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکایي‌ عسکر ووژل شول.

د امریکایي ځواکونو بې پیلوټه الوتکه
د امریکایي ځواکونو بې پیلوټه الوتکه

بریتانیا د کابل هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام پای ته ورساوه

د بریتانیا د دفاع وزیر وايي سره له دې چې «ونه توانېدل ټول راوباسي،» خو نن شنبه اګست ۲۸ (وږي۶) له کابل څخه د تخلیې پرواګرام پای ته ورساوه.

بریتانوي چارواکي‌ وايي چې له کابل څخه د افغانانو د اېستلو وروستۍ الوتکې هم پرواز وکړي او د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به پاتې الوتکې یوازې بریتانوي عسکر او دپلوماتان انتقالوي.

د بریتانیا د دفاع وزیر دا خبره هم کړې ده چې شاید په دغو پروازونو کې یو شمېر افغانان انتقال کړل شي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر لوري برستو ویلي دي چې اوس د دغه ماموریت د پای ته رسولو وخت دی. هغه ویلي دي چې د پاتې کسانو د اېستلو لپاره به خپلې هلې ځلې کوي.

له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام
له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام

ملګرو ملتونو نن شنبه اګست ۲۸ (وږي۶) شاوخوا اوه میلیون افغان کروندګرو سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي چې ۱۴ میلیون افغانان غذايي مصونیت نلري او په دې کې کروندګر تر نور ډېر له ستونزو سره مخامخ دي.

د دغې ادارې مشر کودانګیو وویل چې د زراعت په برخه کې مرسته د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ د اغیزو په ضد مبارزه کې کلیدي رول لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان په تېرو دریو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او شاید د اکتوبر په میاشت کې د وړو له کموالي سره هم مخامخ شي.

ښاغلي دانګیو وویل که له کروندګرو سره مرسته ونشي شاید هغوی کر کیلی پرېږدي.

ملګري ملتونه وايي له کروندګرو سره مرستې نه کول د غذايي مصونیت ستونزه نوره ډېروي او دا کار به د افغانستان د ثبات لپاره یو بل ګواښ وي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د وچکالۍ د ستونزو د حل لپاره ۱۸میلیون ډالرو ته اړتیا ده. وايي چې شاید په ژمي کې له ۱.۵میلیون افغانان سره مرسته وکړي.

د ننګرهار مخکنی والی ضیاء الحق امرخېل وايي چې طالبانو د لغمان «پخوانی والي، امنیه قومندان، امنیت او ولايتي شورا رئيسان له دوو اونيو بند وروسته خوشي» کړل.

ښاغلي امرخېل دا خبر او تصویر په خپل فیسبوک کې خپاره کړي دي چې د لغمان مخکني چارواکي له یو طالب چارواکي سره لیدل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دا خبر خپور شوی او یو شمېر کسانو د طالبانو دا کار ستایلی دی.

د لغمان دغه چارواکي د طالبانو له لوري د لغمان ولایت له نیول کېدو وروسته ونیول شول او بندیان شول. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د هغوی د خلاصون غوښتنې کولې.

د لغمان ولایت مخکني چارواکي له یو طالب چارواکي سره
د لغمان ولایت مخکني چارواکي له یو طالب چارواکي سره

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG