د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي په تېرو اونیو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي افغان ماشومان هم اغېزمن کړي دي.

یونیسف نن یکشنبه اګست ۲۹ (وږې۷) ویلي چې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو ښوونځيو بېځایه شوي او له روغتیايي خدماتو څخه محروم شوي دي.

یونیسف امنیتي کړکېچ، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، کرونا ویروس او راتلونکی ژمی د افغان ماشومانو په وړاندې نور ګواښونه بللي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي که رامنځته شوی وضعیت دوام پیدا کړي د دوی د اټکل له مخې تر پنځو کلونو کم عمره یو میلیون افغان ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې څه باندې څلور میلیون افغان ماشومان له ښوونځيو محروم دي چې ۲.۲ میلیون یې نجونې دي.

نن د یکشنبې په ورځ اګست ۲۹ په کابل کې له نږدې دوه اونیو ځنډ وروسته بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل.

د افغانستان د مرکزي بانک او د بانکونو د ټولنې ترمنځ د هوکړې له مخې خصوصي بانکونه په اونۍ کې یو ځل تر دوه سوو امریکایي ډالرو او یا هم شل زرو افغانیو پورې پیسې خپلو مشتریانو ته ورکوي.

د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.

د بانکونو د خلاصیدو په لومړۍ ورځ د ټولو بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وه. بانکونو ته په ورغولو کسانو کې ډیر د حکومت مامورین وو چې د خپل معاش د اخیستلو لپاره بانکونو ته ورغلي وو.

د عبدالصمد په نوم د حکومت یو مامور امریکا غږ ته وویل چې د بانکونو د بندیدلو وروسته له ډیرو ستونزو سره مخ وو او دا ځکه چې د ښاغلي عبدالصمد پر وینا هرڅه ډیر ژر پیښ شول او ده تمه نه کوله چې بانکونه به دومره ژر وتړل شي.

د مرکزي بانک د خلاصیدو وروسته په کابل ښار کې یو شمیر صرافۍ هم پرانیستل شوي دي خو د شهزاده سرای چې په افغانستان کې بهرنیو اسعارو د تبادلې ستر مرکز دی د دغه رپوټ تر لیکو نه وو پرانیستل شوی.

په کابل کې د حکیمي د ورونو د مالي خدمتونو مرکز چې له اوږده ځنډ وروسته یې نن فعالیت پیل کړی امریکا غږ ته وویل چې دا مرکز یو امریکايي ډالر د ۹۳ افغانیو په بدل کې تبادله کوي. خو د شهزاده سرای د خلاصیدو وروسته به په رسمي ډول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه اعلان شي.

امریکا کې میشتو افغانانو په واشنګټن ډي سي کې مظاهره وکړه

د شنبې د ورځې اګست ۲۸ (وږي ۶) د واشنګټن په وخت د ماسپښین په څلورو بجو ګڼ شمیر افغانانو سپینې ماڼۍ ته نږدې او د واشنګټن ډي سي د ښار په نورو واټونو کې مظاهره وکړه.

دوی چې " مړه د وي طالبان او ازاد او ژوندی د وي افغانستان" شعارونه یې ورکول په افغانستان کې له روان وضعیت څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه او له افغانستان څخه یې د تخلیې د ماموریت د تمدید غوښتنه کوله، چې له ګواښ سره مخامخ افغانان وکولی شي له دغه هیواد څخه ووځي.

د مظاهرې یوه ګډونوال جاوید کوټوال وویل چې داپه واشنګټن ډي سي کې د افغانانو تر ټولو لویه مظاهره وه او امریکا ته د نویو راغلو افغانانو ترڅنګ ډیر شمیر هغو افغانانو هم په کې برخه اخیستې وه چې ډیر پخوا امریکا ته راغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د یوه خاص او معتبر ګواښ له امله دوی باید، د کابل د هوايي ډګر نږدې سیمې، لکه جنوبي دروازه، د کورنیو چارو نوی وزارت او د پنجشیر د تیلو ټانک ته نږدې دروازې له سیمو ژر ترژره ووځي. مهرباني وکړئ د کابل هوايي ډګر ته مه ورځي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG