د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې فرانسه او بریتانیا په پام کې لري چې په کابل کې د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې "د امن ساحې" د جوړیدو طرحه ددې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

ښاغلي مکرون چې د عراق په لیدنه بوخت دی د یکشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي ۷) وویل چې پاریس او لندن د "بشردوستانه عملیاتو" د دوام په خاطر دغه طرحه د افغانستان د کړکیچ په اړه د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په غونډه کې وړاندې کوي.

د فرانسې د ولسمشر په باور دغه ډول طرحه له یوه اړخه پر طالبانو باندې فشار ته دوام ورکوي او له بله اړخه نړیواله ټولنه حساب او کتاب کوونکي ساتي.

تر اوسه روښانه نده چې آیا دغه مصوونه ساحه چې فرانسه او بریتانیا یې وړاندیز کوي، د "هدفمندې تدریجي تخلیې" سره چې ولسمشر مکرون د شنبې په ورځ پرې خبرې وکړې، تړاو لري که نه.

ښاغلي مکرون په بغداد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې فرانسه په قطر کې د طالبانو له استازو سره په تماس کې ده تر څو د افغانانو د تخلیې عملیات چې د فرانسې په فهرست کې دي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته دوام وکړي.

په بغلان کې د محلي موسیقۍ د سندرغاړي فواد اندرابي کورنۍ وايي چې یو طالب جنګیالي دغه سندرغاړی په ډزو وژلی دی.

د فواد اندرابي زوی جاوید اندرابي اسوشیتدپرس ته ویلي دي‌ چې طالبان د هغه د پلار تر وژلو مخکې د هغوی کور ته ورغلي، له پلار سره یې مجلس کړی او چای یې هم ورسره څښلی و.

جواد اندرابي وايي چې له دغه مجلس وروسته بیا د طالبانو دریځ بدل شو او هغه یې د جمعې په ورځ اګست ۲۷ (وږی۵) وواژه.

هغه وايي چې د پلار قاتل ته سزا غواړي او په سیمه کې د طالبانو شورا ورته ویلي دي چې د پلار قاتل ته به یې سزا ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د دغې پېښې په اړه به پلټنې وکړي.

د فواد اندرابي د وژلو خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او امنیت په پلان باندې سړې اوبه توی کړې.

ښاغلی اردوغان وايي چې له طالبانو سره د ترکیې چارواکو له لومړي ملاقات وروسته معلومه شوه چې هغوی د دغه میدان د مدیریت او امنیت په اړه بل فکر لري او غواړي مدیریت یې ترکیه مخې ته یوسي او امنیت یې طالبان.

نوموړي وویل په داسې یو حالت کې به ترکیه په ښه موقف کې نه وي.

هغه وویل: «طالبانو د (کابل) هوايي ډګر د مسئلې په اړه څه وویل؟ دوی وايي «امنیت یې موږ ته راپرېږدئ‌ او نور یې تاسو مخ ته یوسئ.»

ښاغلي اردوغان ویلي‌ دي: «موږ څنګه تاسو (طالبان) ته امنیت وسپارو؟ فرض کړئ موږ امنیت در وسپاره، خو که یوه بله خونړۍ پېښه وشي، بیا به موږ نړۍ ته څه وضاحت ورکوو. دا کار اسان نه دی.»

د تېرې پنجشنې په ورځ د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش-خراسان ډلې په ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

تر دې مخکې ترکي چارواکو په کابل کې د طالبانو له استازو سره د «حامد کرزي د نړیوال هوايي‌ ډګر» د مدیریت او امنیت په اړه خبرې کړې وې او ویلي وو چې طالبانو له ترکیې څخه مرسته غوښتې ده.

طالب جنګیالي د کابل د هوايي ډګر مخې ته
طالب جنګیالي د کابل د هوايي ډګر مخې ته

د کاتولیک مسحیانو مشر پاپ فرانسیس نن یکشنبه اګست ۲۹ (وږي۷) د نړۍ په کاتولیک مسحیانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د «سولې او ګډ ژوند لپاره» دعاوې وکړي.

پاپ فرانسیس د «اس ټي پیټر څلور لارې» کې په خپلې اونیزې مذهبي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان حالت څاري او په اړه یې «ډېر اندېښمن» دی.

هغه وویل: «دا وضعیت موږ (مسیحیان) ژمن کوي. او له همدې کبله زه له ټولو غواړم چې زیات عبادت وکړي او روژه ونیسي، عبادت او روژه، عبادت او توبه. همدا یې وخت دی.»

نوموړي همدغه راز وویل چې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په دغه درد کې شریک دی.

رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې پاپ فرانسیس له افغانستان څخه د خلکو وتلو ته په اشارې وویل چې «له هغوی خلکو سره هم نژدې دی چې مرسته او مصونیت» غواړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG