د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د ایډا په نامه توپان د امریکا په جنوب کې د لویزیانیا ایالت ځپلی او د نیو آرلینز په ټول ایالت یې برېښنا پرې کړې.

دغه توپان د لویزیانیا ایالت سواحلو ته د یکشنبې په ماښام ورسېده. په اولو کې یې شدت ډېر زیات و چې وروسته یې بیا شدت راټیټ شو.

د کترنیا په نامه توپان دا سیمه په ۲۰۰۵ کال کې په همدې چټکوالي ځپلې وه.

د هوا پیژندنې مسؤلینو ویلي چې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې ۱۷۵ کیلو متره و. د نیو آرلینز په ایالت کې د برېښنا د چارو مسؤلینو ویلي چې په ټول ایالت برېښنا پرې شوې او یوازې جنراتوري برېښنا شته.

دغه ایالت کې د آیډا د توپان د راتګ نه وړاندې په شیبو شیبو باران ووریده او تیز باد ټول سهار د ایالت لارې کوڅې چې د خلکو نه تشې وې، وځپلې.

سره لدې چې خلکو د اوسیدو کورونو او دوکانونو مخې ته د شګو بورۍ ایښې وې خو بیا هم توپان ښیښې ماتې کړي او خلکو ته یې غټ مالي زیان اړولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبانو شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې ټول بهرنی اتباع او هغه افغانان چې د سفر کولو قانوني سند ولري، کولی شي چې په خوندي او منظمه توګه هوایي ډګر ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین ویلي چې طالبان پدې ژمنې پابند بولي.

دغو سلو هیوادنو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې ځانګړو شویو افغانانو ته به د سفر کولو د سندونو ویشل جاري ساتي.

د امریکا متحده ایالات وایي په کابل کې په یو موټر د بې پیلوټه الوتکې د برید په هکله څېړنې کوي چې ویل کیږي ملکیان پکې وژل شویدي.

د امریکا د مرکري قوماندانۍ ویاند تورن بیل اوربن په یوې اعلامیې کې ویلي چې په کابل کې په یو موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د "ملکیانو د وژل کیدو په راپورونو خبر دي."

په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ لا هم د برید د نتیجې په هکله څیړنې کوو. مونږ پوهیږو چې برید په هوایي ډګر د داعش – خراسان ډلې د ژر پېښیدونکي برید مخه نیولې."

د مرکزي قوماندانۍ ویاند همدارنګه ویلي چې په موټر د هوایي برید نه وروسته په موټر کې د چاودیدونکو موادو له کبله څو "قوي چاودنې" شوي او ښایي مرګ ژوبله یې اړولې وي. هغه وایي " معلومه نده چې څه پیښ شوي خو مونږ یې په هکله څېړنې کوو. "

تورن بیل اوربن همدارنګه ویلي که ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، "مونږ به په ژروه توګه خواشیني شو. "

د امریکا متحده ایالات د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) د مهمو همکارانو سره د افغانستان په هکله د آنلاین غونډې کوربه توب کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په غونډې کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیې، ترکیې، قطر، اروپایي اتحادیې او ناټو سره په افغانستان کې د راتلونکو ورځو او اونیو په هکله په "برابر دریځ" خبرې کیږي.

د متحده ایالاتو په ګډون یاد هیوادونه د افغانستان د تخلیې په بهیر کې ګډون لري.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به په افغانستان کې د امریکا د راتلونکې په هکله وینا وکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG