د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وایي دا ټولنه باید د چټک غبرګون ځواک جوړولو کار کړندی کړي چې د افغانستان د کړکیچ په څیر د راتلونکو پیښو په وړاندې ښه امادګي ولري.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل د یوې ایټالوي ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) خپره شوې ویلي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابیدو وروسته په ډیر کم وخت کې د امریکایي ځواکونو لیږدول دا په ډاګه کوي چې اروپایي ټولنه د ګډې دفاع پالیسي جوړه کاندي.

ښاغلي بوریل وویل: «مونږ بتید له تجربو نه زده کړه وکړو...د اروپایانو په حیث مونږ نشو کولای ۶۰۰۰ سرتیري د کابل هوایي ډګر ته ولیږو چې ساحه امن کړي. امریکا دا کار کولای شي، مونږ نه.»

ښاغلی بوریل وایي اروپایي ټولنه د ۲۷ غړو هیوادونو په درلودلو سره باید د ۵۰۰۰ سرتیرو په لرلو سره یو «ابتدایي ځواک» ولري، ځکه «مونږ اړ یو چې د چټک عمل وړتیا ولرو.»

د روان کال د مۍ په میاشت کې د جرمني او فرانسې په ګډون د اروپایي اتحادیې ۱۴ هیوادونو د دې ډول یو ځواک د جوړیدو وړاندیز وکړ، چې ممکن کښتۍ او الوتکې ولري تر څو د بیړنۍ اړتیا په وخت د بهرنیو دموکراتیکو حکومتونو سره مرسته وکړي.

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو د سه شنبې ورځې اکست ۳۱ (وږي ۹) غونډې دمخه د یوې اعلامیې مسوده ښیي چې ددې ټولنې مشرتابه هوډمن دی چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه د مهاجرت د نوې پیل شوې څپې مخنیوی وکړي.

ددې ټولنې د اعلامیې مسوده چې د رویترز اژانس ترلاسه کړې ښیي چې ددې ټولنې حکومتونه لیوال دي چې د ۲۰۱۵ کال په څیر د مهاجرت د کړکیچ د تکراریدو مخنیوی وکړي. هغه وخت دا ټولنه د مهاجرت هغې څپې ته تیاره نه وه او د دوی ترمنځ د اختلافونو سبب شوه او همداشان پدې ټولنه کې یې د ښي اړخو ګوندونو لور ته چې د مهاجرت مخالف دي د خلکو ملاتړ ورزیات کړ.

د اعلامیې له مخې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیران به په خپله غونډه کې په ډاګه کړي چې: « له تجربو څخه یې د زده کړې په اساس اروپایي ټولنه او غړي هیوادونه هوډمن دي چې په ګډه اقدام وکړي، چې له کنتروله وتلي د غیرقانوني مهاجرت د څپې چې مخکې هم ورسره مخامخ شوي وو، په پوره تیارۍ او همغږه او منظمه توګه مخنیوی وشي. »

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په ختمېدو سره په هغه هېواد کې 'لوی بشري ناورین' په پیلېدو دی.

د دغې کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) له نړیوالو وغوښتل چې د دغه بحران په مخنیوي کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي همدغه راز وویل چې باید د افغان مهاجرو په مخ دروازې او سرحدونه پرانیستل شي او په خبره یې پاکستان او ایران «دغه بشر دوستانه مسولیت» کې ګد شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «له کابل څخه پیل شوي پروازونه به په څو ورځې کې بند شي او رامنځ‌ ته شوې تراژیدي به پټه پاتې نشي. دا د میلیونونو افغانانو لپاره ورځنی واقعیت وي. موږ باید له دوی مخ ونه ګرځوو. یو لوی بشري ناورین پیل شوی دی.»

د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو څو ورځې وروسته د طالبانو ځینې مشران کابل ته راغلي‌ او د نوي‌ حکومت په جوړولو بوخت دي.

د طالبانو مشرتابه تر ډېره د خلکو او رسنیو له سترګو پټ و حتی د دوی د «امارت» په لومړي دور کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) هم د دوی مشران ډېر عام محضر کې نه ښکاره کېدل.

په دغه راپور کې د طالبانو ځینې مشران او رهبران پېژندل شوي دي.

د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخوندزاده

په ۲۰۱۶ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د طالبانو مشر ملا منصور په یو برید کې وواژه او طالبانو له دغې پېښې وروسته ملا هبت الله اخوندزاده خپل مشر وټاکه.

ملا هبت الله تر دې مخکې ټیټ پوړی طالب چارواکی و او تمه وه چې هغه به د یو روحاني مشر په توګه فعالیت کوي، نه د پوځي مشر په توګه.

د ده له ټاکل کېدو سمدستې وروسته د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري له هغه سره بیعت اعلان کړ او هغه ته یې «امیرالمومنین» ووایه. د ایمن الظواهري بیعت سره پر ملا هبت الله د طالبانو د پخوانیو ملګرو جهادي باور پوخ کړ.

د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې ګډوډي او بي‌ اتفاقي لیدل کېده او ددغو ننګونو کابو کول د ملا هبت الله لپاره لویه ستونزه وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ملا هبت الله «په کندهار کې دی» او د طالبانو یو بل ویاند وویل چې هغه به «ژر» په عام محضر کې ښکاره شي.

د طالبانو دویم بنسټګر، ملا برادر

ملا برادر د کندهار دی او ویل کیږي چې په ۱۹۷۰ کلونو کې یې په افغانستان کې د پخواني شوروي‌ اتحاد د عسکرو په ضد «جهاد» کړی دی.

په دې اړه پوره راپور زموږ په ویبسایټ کې ولولئ

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG