د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو دوشنبې اګست ۳۰ (وږي۸) د افغانستان په هکله تازه پریکړه لیک منظور کړي.

په پریکړه لیک کې چې مسوده یې متحده ایالاتو، بریتانیې او فرانسې ترتیب کړې وه، د طالبانو غوښتل شوي چې پخپلو ژمنو دې ودریږي او هغو افغانانو ته چې غواړي هیواد پریږدي، اجازه ورکړي چې په آزاده توګه سفر وکړي.

سره لدې چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون د کابل د هوایي ډګر په شاوخوا کې د خوندي سیمو د جوړلو غوښتنه کړې وه خو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې پدې هکله څه ندي ویل شوي.

دې تازه پریکړه لیک ته ۱۳ مثبتې رایې ورکړل شوې. روسیې او چین رایه نده ورکړې.

د پریکړه لیک په یوې برخې کې راغلي، "شورا د طالبانو نه توقع لري چې افغانانو او بهرنیو اتباعو ته دې په خوندي او منظمه توګه د افغانستان نه د وتلو اجازه ورکاندي.

په پریکړه لیک کې د طالبانو د اګست د میاشتې د ۲۷ مې نیټې اعلامیې ته اشاره شویده چې پکې ویل شوي و، " افغانان کولی شي د هوا او ځمکې د لارې د هرې پولې نه چې غواړي هر وخت د افغانستان نه بهر سفر وکړي. "

امریکا وایي طالبان باید خپلې کړڼې ژمنې پر ځای کاندي.

سره لدې چې طالبانو څه باندې ۲ اوونۍ کیږي چې په کابل کې یې واک تر لاسه کړی خو لا یې هم حکومت ندی جوړ کړی او نه یې د خپل راتلونکي نظام د بڼۍ په هکله څه ویلي دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته طالبان باید خپلې کړڼۍ ژمني پر ځای کړي او زیاته یې کړه که "مشروعیت او ملاتړ باید وګټل شي. "
ښاغلي بلیکن زیاته کړه، " د افغانستان سره مو د کار کولو نوی باب پیل شو. پدې کې به مونږ په دیپلوماسۍ مخې ته ځو. سیاسي ماموریت ختم شو او نوی سیاسي ماموریت پيل شو. "

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې طالبان باید خلکو ته د سفر ککولو آزادي ورکړي، د میرمنو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او ا جازه ورنکړي چې دا هیواد د ترهګرو په اډې بدل شي.

متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل شاوخوا ۲۰ کلن نظامي ماموریت دوشنبې اګست ۳۰ (وږي۸) پای ته ورساوه. د امریکا د پوځ وروستۍ الوتکه د واشنګټن پر وخت د ماسښین په ۳:۲۹ والوته چې په کابل کې تقریباً نیمه شپه وه.

امریکا پداسې حال کې په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورساوه چې لا هم ګڼ شمیر امریکایي اتباع، هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو او حکومت سره یې کار کړی او یو شمیر نور د خطر سره مخ افغانان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

خو د امریکا د عمومي لوی درستیز د سیمه ایزو عملیاتو مرستیال، تورن جنرال ویلیم هانک خبریالانو ته وویل "لا هم د تخلیې او الوتنو وړتیا شته او تر وروستي تنه به ادامه ولري.

سپینې ماڼۍ او پنټاګان ویلي چې د دوشنبې تر ورځې د افغانستان نه ټول ټال ۱۱۶۷۰۰ کسان ایستل شویدي.

پداسې حال کې چې د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د بشپړ وتلو لپاره یوه ورځ پاتې ده، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې میشت امریکایان لاهم کولای شي د کابل هوایي ډګر ته ولاړ شي چې له افغانستان څخه بهر انتقال شي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) خبریالانو ته په خبرو کې د کابل په هوایي ډګر کې د نورو بریدونو ګواښ "جدي، واقعي او مشخص" وګاڼه.

په څو تیرو ورځو کې د داعش- خراسان څانګې د کابل په هوایي ډګر باندې ځانمرګي او راکټي بریدونه کړي دي. یواځې د داعش د انتحاري بریدګر په حمله کې چې د هوایي ډګر په یوې دخولي دروازه یې وکړ د ماشومانو او ښځو په ګډون څه دپاسه ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان په کې ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول.

د امریکا د دفاع وزارت د ستر درستیز یو مقام هنک ټایلور، هم پدغه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپل مامورت پای ته نژدې شوي، خو وویل چې د امنیتي دلیلونو په وجه د تخلیې د ماموریت د پای زیات جزییات محرم ساتل کیږي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG