د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

طالبانو د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي۹) د کابل له هوايي‌ میدان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ونمانځل او دا یې د «نورو یرغلګرو» لپاره یو درس وګاڼه، مګر وايي چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښه روابط غواړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «زموږ د ټولو لپاره بریا»‌ ده. هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو د حکومت کولو په اړه هم ځینې اشارې ورکړې.

د کابل هوايي ډګر د طالبانو د «بدري قطعې» په لاس کې دی او هغوی ته سپارښتنه شوې ده چې له افغانانو سره ښه چال چلند وکړي.

ذبیح الله مجاهد دغې قطعې ته په خطاب کې وویل: «له افغانانو سره مهربان او ښه چلند وکړئ. عام خلک د ښه چلند لایق دي.»

هغه همدغه راز طالبانو ته وویل: «تاسو د خلکو خادمان یاست او نباید په هغوی باندې ځانونه لوړ وګڼئ.»

سره له دې چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته، د خلکو په ټېل ماټېل او بېروبار کې د هوايي ډګر ځينې تاسیسات زیانمن شوي، خو طالبان وايي چې د کابل هوايي ډګر به د ملکي‌ پروازونو لپاره اماده شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی و چې د روان ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱ به یې په افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورسېږي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانګ مککنزي وویل چې د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه د ټاکل شوي ضرب الاجل څخه یوه دقیقه مخکې له افغانستان څخه ووتله.

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو وروسته د دغه هوايي ډګر شاوخوا ته ژوند بیرته عادي حالت ستون شوی دی.
نن د سه شنبې په ورځ طالبانو دغه هوايي ډګر ته ټولې غځولې لارې پرانیستې وې او وضعیت مخ په عادي کیدو وو.

د هوايي ډګر شاوخوا ته د خلکو د تیرو ورځو ګڼه ګوڼه نه په سترګو کیده، خو لا هم یو شمیر کورنۍ د هوايي ډګر د سړک په اوږدو کې د ونو سیوري ته دغه هوايي ډګر ته د ننوتلو انتظار کوه. د محمد اسلم په نوم د یوې پنځه کسیزې کورنۍ مشر امریکا غږ اشنا ته وویل، چې لا هم په دې تمه دی، چې بهر ته به د تللو فرصت ترلاسه کړي.
طالبانو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو لږ وروسته د ښار په بیلابیلو برخو کې د خوشالۍ څرګندونو لپاره هوايي ډزې وکړې، چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

بایډن تر ۲۰ کلن نظامي ماموریت وروسته د افغانستان نه ووتو

د امریکا جمهور رئیس د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د نظامي قوماندانانو او ځواکونو نه مننه وکړله او هغوي یې وستایل.

ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت د نه تمدید کولو د پریکړې په هکله د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي۹) ملت ته وینا کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، "د بهرنیو چارو د وزیر نه مې غوښتي چې د خپلو نړیوالو شریکباڼو سره ګډ کار وکړي تر څو ډاډمن شو چې ټول امریکایي اتباع، افغان همکاران او هغه بهرني اتباع چې غواړي هغه هواد (افغانستان) پریږدي، وکړی شي چې ووځي. "

وروستی امریکایي پوځي چې د افغانستان نه ووت، تورن جنرال کریس ډوناهو دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د پوځ د اتلسمې لوا د ۸۲مې هوایي فرقې د قوماندان تورن جنرال کریس ډوناهو دا انځور په فیس بوک کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې هغه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې (C-۱۷) بار وړونکې الوتکې ته پورته کیږي.

د جنرال ډوناهو په وتلو سره په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن نظامي ماموریت او د امریکایي اتباعو، د ځانګړو ویزو د متقاضیانو او د خطر سره مخ افغانانو د تخلیې پروګرام هم پای ته ورسید.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG