د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د کابل ښار د ودونو په یو سالون کې نن سه شنبه د اګست ۳۱ (وږي ۹) د یو واده په مراسمو کې د ساز او خوښۍ غږ اوریدل کیده.

د کابل ښار د ودونو د یو سالون مدیر شاداب عظیمي د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل چې د طالبانو لخوا د ښار له نیولو وروسته لږ تر لږه د اوو ودونو مراسم د هغه په سالون کې ترسره شوي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې موسیقي بنده کړې وه، خو دا ځل یې تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي او سندرغاړي پخپله د امنیتي اندیښنو په وجه سالونونو ته له تګ ډډه کوي.

خو بیا ښاغلي عظیمي وویل چې د طالبانو ګزمې د ورځې څو ځلې سالونونو ته ورځي او د امنیت په اړه پوښتنې کوي، خو څوک یې ندي ګواښلي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کابل کې ددې هیواد سفارت چې په موقتي توګه ترکیې ته انتقال شوی و، اوس به قطر ته انتقال شي چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر توشیمیتسو موتیګي د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) خبریالانو ته وویل چې د سیمې مشرانو سره له تماسونو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې دوحه مخ په زیاتیدونکی سیاسي اهمیت لري.

قطر چې له نژدې یوې لسیزې راهیسې د طالبانو سره د اړیکې یواځنی ادرس دی د امریکا-طالبانو ترمنځ په مذامراتو کې یې اساسي رول لوبولی دی او د امریکا-طالبانو ترمنځ موافقه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ لاس لیک شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته باید په افغانستان کې د «اقتصادي سقوط» د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ښاغلی قریشي وایي نړیوال باید په افغانستان کې دخیل پاتې شي، ځکه چې د هغه په خبره دا کار د سولې او ثبات په ګټه دی. هغه وویل چې د افغانستان پرېښودل او د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانانو مهاجرت د سیمې لپاره ښه نه دي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه: «دا د افغانستان په تاریخ کې یوه حیاتي شېبه ده. نړیواله ټولنه باید دخیله پاتې شي او اجازه ورنکړي‌ چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط پېښ شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږی۹) په اسلام اباد کې د خپل جرمني‌ سیال هایکو ماس سره په ګډ خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.

پاکستاني‌چارواکي‌ وايي له ترهګرو سره د مبارزې پولیسو یې د بلوچستان په ایالت کې د داعش ډلې په یو پټنځای برید کړی او د دغې ډلې ۱۱ مشکوک غړي یې وژلي دي.

د پاکستان پولیس وايي دا عملیات د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږی۹) د بلوچستان د «مستنګ» په سیمه کې شوي دي.

دغلته څه موده مخکې اورپکو دوه پولیس افسران وژلي وو.

پاکستاني چارواکي وايي چې له دغه پټنځای څخه یې د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، لاسي‌ بمونه او یو شمېر ټوپکونه ترلاسه کړي‌ دي.

له ترهګرۍ د پاکستان د مبارزې څانګې د دغو وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

د داعش ډلې په تېر وخت کې د بلوچستان په ایالت کې د یو لړ خونړیو بریدونو مسولیت منلی و. د داعش ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې چارواکي داسې مهال د داعش د مشکوکو غړو د وژلو خبره کوي ‌چې په افغانستان کې هم امریکایي چارواکي وايي ځواکونو یې په ننګرهار او کابل کې د داعش په غړو باندې هوايي بریدونه کړي‌ دي.

دا بریدونه د کابل د هوایي ډګر مخې ته د داعش-خراسان له ځانمرګي برید وروسته وشول چې څه باندې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر یې ووژل.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG