د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د اروپايي ټولنې د داخلي چارو کمیشنیره یلوا جانسن د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږې نهمه) وویل د اروپايي ټولنې هیوادونه غواړي د "انساني ناورین" د مخنیوي په هدف عاجل اقدام وکړي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته خلک له هغه هیواد څخه وځي.

میرمن جانسن وروسته له هغه په یوه خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې چې د اروپاي ټولنې د عدلیې او داخلي چارو وزیرانو د همدې موضوع په اړه په بروکسل کې غونډه وکړه.

میرمن جانسن زیاته کړه:"بې له شکه هیڅوک ددې وړاندوینه نشي‌ کولی چې څه پیښیږي ځکه شیان تقریبا ساعت په ساعت او یا حد اقل د هرې ورځې په تیریدو سره بدلیږي. د بشري ناورین د مخنیوي غوره لار دا ده چې د کډوالو د کړکیچ مخه ونیول شي او له همدې امله پکاره ده چې موږ په افغانستان کې د افغانانو ملاتړ وکړو."

د اروپايي ټولنې دغې چارواکي وویل، وزیرانو ژمنه وکړه چې د افغانستان له ګاونډیو سره به مرسته وکړي څو د هغو خلکو لاس نیوی وکړي چې د طالبانو له نوې رژیم څخه تښتي او همدارنګه دا اروپا ته د کډوالو د نوې څپې د مخنیوي لامل شي.

میرمن جانسن څرګنده کړه:"موږ باید په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې له خلکو سره په کار کولو، اروپايي ټولنې ته د غیر قانوني لارو څخه د خلکو د راتګ مخه ونیسو. خو باید روښانه ووایم چې موږ باید په دې لار د خلکو د تګ مخه ونیسو. زموږ تجربه داده چې ۹۰ سله خلک د ناقانونه لارو څخه د قاچاق وړونکو په مرسته اروپا ته راوستل کیږي. ددې پرځای پکاره ده چې موږ باید ډیرو اسیب پذیره کسانو ته ځای ورکړو. میرمنې، نجونې او نور فعالین."

د اروپايي چارواکو دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې وروستی امریکایي سرتیري د اګست په ۳۱ د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه ووت او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیده.

اروپايي ټولنه اوس پر داسې لارو چارو غور کوي څو د سوریې د کورنۍ جګړې له امله د ۲۰۱۵ کال د مهاجرینو د کړکیچ په شان حالت مخه ونیسي.

په هغه کال کې اروپايي ټولنې ته د څه باندې یو میلیون کډوالو راتګ ددې لامل شو چې اروپايي هیوادونه ددغو کسانو د ځای پرځای کیدو لپاره د غوره لارو د موندلو پر سر په لانجه واوړي.

د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیون مک کارتي په افغانستان کې د جوبایډن د حکومت پر چلند په نیوکې سره ویلي دي چې د تخیلې بهیر "ممکن زما په ژوند کې په نظامي برخه کې د امریکا د حکومت تر ټولو ستره ناکامي وي."

ښاغلي مک کارتي ژمنه کړه چې جمهوري غوښتونکي به سپینه ماڼۍ تر فشار لاندې ونیسي څو روښانه شي کوم غلط کار وشو او ټینګار یې وکړ چې "موږ هیڅکله بیا نشو کولی دغه تیروتنه تکرار کړو."

ښاغلي مک کارتي دغه څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې چې د استازو د مجلس یو شمیر نور جمهوري غوښتونکي غړي او د امریکا پخواني پوځیان هم ولاړ وو، وکړې.

له دې مخکې، د امریکا د استازو د مجلس په انګړ کې یو شمیر جمهوري غوښتونکي راغونډ شول او تیره پنجشنبې یې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو د وژل کیدو په اړه یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

د تیرې پنجشنبې په ځانمرګي برید کې چې مسولیت یې د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست، څه باندې ۱۷۰ ملکي افغانان هم ووژل شول.

د امریکا د استازو د مجلس غړو همدارنګه د هغه وړاندیز په اړه د رای ګیري‌ غوښتنه وکړه چې د استازو د مجلس د جمهوري غوښتونکي استازي مایک ګالاګر له خوا مخ ته شوی دی. ښاغلي ګالاګر د نورو مسایلو ترڅنګ، د داسې یوه راپور د جوړیدو غوښتنه کړې چې ولې امریکایي اتباع او د مهاجرت د خاصو ویزو متقاضیان تر اوسه هم په افغانستان کې پاتې دي.

ښاغلي مک کارتي د هغو امریکایانو په اړه چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي وویل:"د امریکایانو د ایستلو لپاره پلان څه دی؟ په خپل ژوند کې مې هیڅ وخت فکر نه کاوه چې یوه اداره په اګاهانه ډول پریکړه وکړي او امریکایان پریږدي. یوازې دوه اوونۍ وړاندې جمهور رئیس ملت سره ژمنه وکړه تر هغه چې ټول امریکایان بهر نکړي "افغانستان به پرینږدي."

ښاغلي مک کارتي‌ همدارنګه وویل، امریکا باید له هر فرصت او امکان څخه کار واخلي څو پاتې امریکایي‌ اتباع له افغانستان څخه بیرون کړي.

په مجلس کې د اقلیتو جمهوري غوښتونکو مشر همدارنګه د مجلس له مشرې ننسي پلوسي وغوښتل څو لاس په کار شي او له افغانستان څخه د امریکا د پاتې اتباعو د ایستلو لپاره هڅه وکړي.

د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسولینو په وینا، له ۲۵۰ څخه کم امریکایي اتباع اوس هم په افغانستان کې پاتې دي.

پر دې سربیره د راپورونو له مخې د اس ای وي په لس ګونه زره متقاضیان هم چې د طالبانو په راتګ سره ژوند یې په خطر کې دی په هغه هیواد کې پاتي دي.

امریکا او متحدینو یې پر طالبانو فشار راوړی څو د هغوی افغان همکارانو او اسیب پذیره وګړو ته له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ ( وږې نهمه) پر سعودي عربستان د یمن د حوثیانو برید په ټینګه غندلی دی.

ښاغلی بلینکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې حوثیانو د ابها پر ملکي هوایي ډګر برید کړی چې لi امله یې اته ملکي کسان ټپیان شوي او یوه تجارتي مسافر وړونکې الوتکه زیانمنه شوې ده.

بلینکن د ټویټ په دې پیغام کې یو ځل بیا د یمن له حوثیانو غوښتي دي چې اوربند مراعات کړي‌ او د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي سیاسي دفتر سره خبري پیل کړي.

په یمن کې د حوثیانو جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د یادې ډلې جنګیالیو د یمن پلازمینه صنعا ونیوله او د هغه هیواد له جمهور رئیس عبدربه منصور عادی څخه قدرت واخیست.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په رسمیت د یمن د پیژندل شوي حکومت د دفاع لپاره نظامي کمپاین پیل کړ او دا ائتلاف اوس هم کله ناکله په هغه هیواد کې پر حوثي اورپکو هوایي بریدونه کوي.

له حوثیانو څخه د بریدونو د دریدو تقاضا په داسې حال کې کیږي چې د جوبایډن حکومت د روان میلادي کال په لومړیو کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف څخه ملاتړ پای ته ورساوه ، هغه ائتلاف چې د بشري حقونو ډلو په یمن کې پر ملکي ساحاتو د هوایي بریدونو له امله پرې نیوکه کړې وه.

د امریکا جمهور رئیس د یمن جګړه بشري او ستراتیژیک ناورین بللی دی.

ښاغلي بایډن واک ته له رسیدو وروسته کانګرس ته وویل چې د هغه حکومت د بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د یمن د حوثیانو ډله لرې کوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ ، د خپل کار په وروستیو ورځو کې یاده ډله د بهرنیو ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي په قطر کې د هند سفیر د طالبانو له یو لوړپوړي چارواکي سره کتلي دي. دا په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته د هند او ددې ډلې ترمنځ لومړنی رسمي تماس دی.

د هند سفیر ډیپک میتال د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر شیر محمد ستانکزي سره کتلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا لیدنه کتنه د طالبانو د غوښتنې په اساس شوې ده.

د رویترز اژانس وایي چې هند د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په اړه اندیښنه لري ځکه هغوی د هند د عمده سیال پاکستان سره نژدې اړیکې لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو خواو په دغه کتنه کې د هغو هندي اتباعو په امنیت خبرې کړي چې په افغانستان کې پاته دي.

د هند سفیر میتال همداشان ښاغلي عباس ته د هند اندیښنه په ډاګه کړه چې کیدای شي د هند ضد ملیشه ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر دې هیواد باندې د بریدونو لپاره استفاده وکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG