د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي ټاکل شوې په کابل کې د روسیې سفیر سبا سه شنبې د طالبانو سره وګوري.

ښاغلي کابلوف ویلي، " سفیر مو د طالبانو د مشرانو سره په اړیکه کې دی او سبا سه شنبه به د طالبانو د امنیتي چارو د همغږي کوونکي سره وګوري. "


ښاغلي کابلوف دا ندي ویلي چې د طالبانو د امنیتي برخې مسؤل څوک دی او دا چې دا ملاقات به د کابل په کوم ځای کې کیږي خو زیاته کړې یې ده چې په کابل کې د روسیې سفیر دمیترې زیرنوف به د طالبانو سره په خبرو کې پدې تمرکز وکړي چې دا ډله د روسیې د سفارت لپاره څه ډول امنیتي تدابیر په پلان کې لري.

ضمیر کابلوف ویلي چې د طالبانو د حکومتدارۍ په هکله د معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته به مسکو پریکړه وکړي چې آیا دا ډله په رسیمت پيژنې که نه.

چین وایي طالبانو سره "دوستانه" اړیکو پاللو ته چمتو دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو څو ځله هیله څرګنده کړې چې غواړي د دې هیواد سره ښې اړیکې ولري. وزارت وایي طالبان هیله لري چې چین د افغانستان په بیا رغاونې او پرمختګ کې برخه ولري.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، " مونږ یې هرکلی کوو. چین د افغانستان د ولس دې حق ته درناوی کوي چې هغوي خپل سرنوشت پخپله وټاکي. مونږ چمتو یو چې د افغانستان سره دوستانه او د همکارۍ اړیکې وپالو. "
چین همدارنګه د طالبانو غوښتي چې واک دې په سوله ایزه توګه تر لاسه کړي او د ټول شموله اسلامي حکومت لپاره دې خپله ژمنه پر ځای کاندي او د افغان ولس او بهرنیانو د خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د ډلې د مرستیال ملا عبدالغني برادر سره
د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د ډلې د مرستیال ملا عبدالغني برادر سره

د کابل د هوایي ډګر په ګډوډیو کې پنځه تنه وژل شوي

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې پنځه تنه د دوشنبې په ورځ په بې نظمۍ کې پداسې حال کې ووژل شول چې د عیني شاهدانو په وینا په زرګونه کسان د طالبانو له ویرې غواړي له هیواد څخه وتښتي.

سمدستي نده څرګنده شوې چې دغه کسان څنګه ووژل شول. یو امریکایي چارواکي ویلي چې امریکایي ځواکونو هوایي ډزې وکړې چې د پوځي الوتکې په لور د خلکو د یرغل مخه ونیول شي، الوتکې غوښتل د امریکا د سفارت دپلوماتان وباسي.

یو عیني شاهد چې ۲۰ ساعته یې په هوایي ډګر کې پدې هیله تیر کړي چې له هیواده ووځي د رویترز اژانس ته ویلي، دا نده څرګنده چې دغه پنځه کسان په ډزو کې او که په ګڼه ګوڼه کې وژل شوي دي.

امریکایي چارواکي سمدستي په هوایي ډګر کې د تبصرې لپاره موجود نه وو.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې امریکایی ځواکونو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هوايی ډزې کړې دي.

حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې په زرګونو خلک په دې هیله چې امریکا ته به په امریکایي الوتکو کې ولاړ شي د تیرې شپې یوې بجې راهیسې راټول شوي.

په دې کسانو کې ډیرې کورنۍ ماشومان او ښځې هم شاملې دي او پرته د سفر د قانوني اسنادو له لرلو بهر ته د تللو په نیت د اوازو په بنسټ هوايي ډګر ته ځانونه رسولي دي.

د طالبانو له لوري د افغانستان د مرکز کابل له نیول کېدو وروسته چین ویلي دي چې له افغانستان سره د اړیکو پاللو ته چمتو دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو څو ځله هیله څرګنده کړې چې له چین سره ښې اړیکې ولري.

وزارت وایي طالبان هیله لري چې چین د افغانستان په بیا رغاونې او پرمختګ کې برخه ولري.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، " مونږ یې هرکلی کوو. چین د افغانستان د ولس دې حق ته درناوی کوي چې هغوي خپل سرنوشت پخپله وټاکي.

مونږ چمتو یو چې د افغانستان سره دوستانه او د همکارۍ اړیکې وپالو. "
چین همدارنګه له طالبانوڅخه غوښتي چې واک دې په سوله ایزه توګه تر لاسه کړي، د ټول شموله اسلامي حکومت لپاره دې خپله ژمنه پر ځای کاندي او د افغان ولس او بهرنیانو د خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.

بیجېنګ له ډېر پخوا څخه دا اندېښنه لرله چې افغانستان د د غه هېواد د سین یانګ ایالت د اویغور مسلمانانو لپاره د فعالیت په یوه سیمه بدله شي. خو چارواکي وايي چې د طالبانو استازو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ وي» سره په ملاقات کې ډاډ ورکړ چې افغانستان به د ترهګرو د استعمال مرکز نه وي.

اسوشیتدپرس وايي چین د دغو خبرو په بدل کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو او په دغه هېواد کې د پانګونې ژمنې کړې.

د طالبانو یو پلاوی تېره میاشت چین ته تللی
د طالبانو یو پلاوی تېره میاشت چین ته تللی

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG