د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډه. یوناما وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن دوشنه اګست ۱۶ (زمری۲۵) د واشنګټن په وخت ۱۰:۰۰ سهار د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه کوي.

ملګري ملتونه
ملګري ملتونه

د کابل ښار د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ ورځ

طالبان تیره شپه کابل ته ننوتل او د ښار د ټولو برخو کنټرول یې ترلاسه کړ او نن یې د ښار په بیلابیلو برخو کې ګزمې او پهرې پیل کړي.

نن د دوشنبې په ورځ اګست په ۱۶ (زمري ۲۵) سهار په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه وه او اکثره دکانونه تړلي وو، خو امنیت ټینګ و او د ښار په یو یا دوه برخو کې چې یو شمیر کسانو غوښْتل دولتي ودانیو ته ننوځي او مالونه یې لوټ کړي د طالبانو له خوا یې مخه ونیول شوه او د هغوی د شړلو لپاره یې هوايي ډزې وکړې.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي دي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره باید په افغانستان کې دوامداره سولې او د امنیت ټینګیدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي رئیسي د دوشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) وویل د ایران اسلامي جمهوري د افغانستان سره ښه اړیکې غواړي او ددغه هیواد پیښې له نژدې څاري.

پدې ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده ویلي دي چې یو شمیر ایراني دپلوماتان په کابل کې ددې هیواد په سفارت کې میشت دي، خو ددې هیواد د دریو قنسولګریو دپلوماتان او کارکوونکي تخلیه شوي دي.

د بریتانا د دفاع وزیر بن والاز نن اګست ۱۶ (زمري۲۵) دوشنبه وویل چې د افغانستان سقوط «د نړیوالې ټولنې ناکامي»‌ ده. هغه د بي بي سي تلویزون ته ویلي: «موږ ټول پوهېږو چې د افغانستان کار تمام نه دی. دا یوه ناحل شوې ستونزه ده او نړۍ باید مرسته وکړي.»

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG