د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د بریتانا د دفاع وزیر بن والاز نن اګست ۱۶ (زمري۲۵) دوشنبه وویل چې د افغانستان سقوط «د نړیوالې ټولنې ناکامي»‌ ده. هغه د بي بي سي تلویزون ته ویلي: «موږ ټول پوهېږو چې د افغانستان کار تمام نه دی. دا یوه ناحل شوې ستونزه ده او نړۍ باید مرسته وکړي.»

د جرمني صدراعظمې انکلا مرکل په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو پړه تر یوې اندازې د امریکا په داخلي سیاست اچولې ده.

د فرانسې خبري اژانس د مېرمن مرکل د ګوند د سرچینو په حواله لیکلي دي چې هغه ویلي دي‌چې له شلو کلونو وروسته له افغانستان څخه د ناټو وتل د «امریکا د پرېکړې» په اساس شوي چې تر یوې اندازې د هغه هېواد «داخلي سیاسي عوامل» یې دلیل ګڼل کیږي.

هغې ویلي دي: «موږ تل ویلي وو که امریکا پاتې کیږي، موږ پاتې کیږو.» مېرمن مرکل ویلي دي‌ چې دا حالت د ډېرو لپاره او په خاص ډول د ښځو لپاره سخت دي.

د جرمني صدراعظمه انکلا مرکل
د جرمني صدراعظمه انکلا مرکل

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړي غونډه کې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش وویل: «نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي‌ چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي.»

هغه وویل چې د افغانستان وضعیت په زړه کلک خلک تعقیبوي. نوموړي په ټولو باندې او په خاص ډول په طالبانو باندې غږ وکړ چې د خلکو د حفاظت لپاره لاس په کار شي او ضمانت دې ورکړي چې بشري ضرورتونه پوره شي.

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې باید د غمیزې مخه ونیول شي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان د زیاتې تراژیدۍ د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه قاطعانه عمل وکړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالمارد، وویل هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي یوه غمیزه ده؛ هغه غمیزه چې باید اټکل یې شوی وای او د رامنځته کېدو مخنیوی یې شوی وای.

هغې زیاته کړه: "په زرکونو افغانان د طالبانو د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخامخ دي."

میرمن کالمارد زیاته کړه چې له پوهانو او خبریالانو څخه نیولې د مدني ټولنې د فاعلینو او د ښځو د بشري حقونو تر مدافعینو پورې ټول د بې سرنوشتۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

آغلې کالمارد وویل: "بهرني حکومتونه باید لازمو اقداماتو ته مخه کړي چې د هغوی مصوون وتل تضمین شي چې د طالبانو له لورې د هدف کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. دغه اقدام کې د ویزې د بهیر چټکول، د کابل د هوایي ډګر څخه د وتلو لپاره ملاتړ، د نقل مکان او بیا میشت کولو برابرول او د اجباري ایستلو مخنیوی وشي."

هغې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید یوه بیړنی پریکړه لیک تصویب کړي او د طالبانو له ډلې څخه وغواړي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او غچ اخیستونکي بریدونه ودروي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG