د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

امریکا د افغانستان د وضعیت په هکله د هند او پاکستان سره غږیدلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوي بلینکن د دوشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) د افغانستان د وضعیت په هکله د پاکستان او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو سره غږیدلی.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې د دې خبرو د جزیاتو په هکله څه ندي ویل شوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پدې هکله په ټویټر کې لیکلي چې "پدې ټینګار وشو چې ټول شموله سیاسي حل تر ټولو غوره لار ده. او دا چې د ثبات لرونکي افغانستان لپاره به پاکستان د متحده ایالاتو سره د نږدې نه کار وکړي او شریک به وي. "

د امریکا د سنا د مجلس ۴۶ غړیو چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه پکې شامل دي، په یو لیک کې د جمهور رئیس جو بایډن نه غوښتي چې د هغو افغان رهبرو میرمنو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي چې د "بې ساري" خطر سره مخ دي.

دغه سناتوران پداسې حال کې د حکومت نه دافغانو میرمنو د خوندیتوب غوښتنه کوي چې طالبانو د تیرې یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله.

دغو سناتورانو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلنکین او د کورني امنیت د وزیر الیهاندرو مایورکاس نه غوښتي چې د افغان رهبرو میرمنو، فعالینو، د بشري حقونو مدافعینو، د پارلمان غړیو، خبریالانو او د افغانستان د خاصو امنیتي ځواکونو د ښځینه تاکتیکي ډلګي غړیو ته ځانګړې بشري کټګوري جوړه کړي چې وکړی شي په چټکه، مهذبه او اغیزمنه توګه متحده ایالاتو ته رانتقال شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت وایي چې په کابل کې د هوایي ډګر په ګډون په ښار کې وضعیت په چټکۍ د بدلیدو په حال کې دی.

سفارت په یوې اعلامیې کې چې په ټویټر کې خپره کړې، د هغو امریکایي اتباعو نه چې لا هم په افغانستان کې دي او غواړي ووځي غوښتي چې، په هره وسیله چې امکان یې وي، ځانونه د دوي سره ثبت کاندي.

په کابل کې د امریکا شارزدافیر وایي چې دی او د سفارت مامورین لا هم په کابل کې دي او د هغو شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایي اتباعو او افغانانو سره چې د خطر سره مخ دي، مرسته کوي.

ښاغلي ولس په ټویټر کې لیکلي، "د ناسمو راپورونو برعکس، زه او مامورین مو په کابل کې یو. د افغان ولس سره زمونږ تعهد دوامدار دی. "

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG