د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

په کابل باندې د طالبانو د حاکمیت په دوهمه ورځ هم د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر مخې ته د هغو کسانو ګڼه ګوڼه لیدل کیدله، چې بهرنیو هیوادونو ته د تللوهڅه کوي، خو د طالبانو د وسله والو له خوا یې مخ نیول کیږي.

نن د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۷ (زمري ۲۶) طالبانو د هوايي ډګر مخ ته نظامي وسایط درولي وو او خلک یې د هوايي ډګر له دروازې لرې شړلي وو.

که څه هم نن هم د سلګونو کسانو د خاوره واره کولو لپاره طالب وسله والو هوايي ډزې کولې خو د خلکو ګڼه ګوڼه د تیرې ورځې پرتله کمه وه.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:21 0:00

یو شمیر هغو ځوانانو، چې وړمه شپه یې ځانونه هوايي ډکر ته رسولي وو او تیره شپه بیا د هوايي ډګر څخه بهر ایستل شوي وو، امریکا غږ ته وویل، چې هڅه یې کوله د قانوني اسنادو پرته د رامنځ ته شوي فرصت څخه په استفادې بهر ته لاړ شي. دغو ځوانانو ویل د افغانستان د تذکرې پرته هیڅ بل سند نلري.

هغوی په افغانستان کې بې ثباتې او بې کارې بهر ته د تللو د عمده عواملو په توګه یادول. نن هم ډیرې کورنۍ د هوايي ډګر د سړک غاړو ته په دې تمه ناستې وې چې که وکړای شي بهر ته لاړې شي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس او هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د طالبانو له لوړ پوړو استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا طالبان هڅولي دي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي، د افغانستان د مخکني حکومت کارکوونکو ته څه ونه وايي او د نجونو او ښځو د تعلیم حق دې نه اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر روپرت کولویل نن سه شنبه اګست ۱۷ (زمري۲۶) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: «طالبانو ځينې اعلامیې خپرې کړې دي چې ظاهرآ هیله بخښونکي دي، خو د هغوی عمل د هغوی تر خبرو ډېر ژور دی. اوس ډېر وخت دی چې قضاوت وکړو. وضعیت نازک دی.»

ښاغلي کولویل په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو اعمالو ته په اشارې وویل: «د هغوی تېرو تاریخونو ته په کتو، دا د درک وړ دي چې په لږ شک سره به د دغو اعلامیو هرکلی وشي. همدغه راز ځینې ژمنې ورکړل شوي دي چې ایا عمل به پرې وشه که نه، دا ټول جدي څارل کیږي.»

تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا په ځانګړې غونډې کې وویل چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د نقض راپورونه ورکړل شوي دي.

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي انقره د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو اړخونو سره په تماس کې ده او ددې ډلې پیغامونه یې مثبت ګڼلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو، نن د اګست په ۱۷ (زمري ۲۶) وویل بهرنیانو، دپلوماتانو او د افغانستان خلکو ته د طالبانو د ډلې پیغامونه مثبت دي او هیله لرو چې هغه په عمل کې هم ووینو.

ښاغلي اغلو زیاته کړه، سره له دې چې هیواد یې د ټولو اړخونو سره په تماس کې دی، خو پدې هکله چې په انتقالي حکومت کې څوک شتون ولري او څه ډول حکومت جوړ کړي افغانان به په خپله تصمیم نیسي.

د یوګاندا حکومت نن سه شنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵)‌ اعلان وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه غوښتنه یې منلې ده چې ۲۰۰۰ افغان کډوال په موقت ډول ومني.

یوګاندا د افریقا په لویدیځ کې ده او دا مهال شاوخوا ۱.۴ میلیون کډوال په دغه هېواد کې اوسیږي. په دوی کې یې ډېر هغه خلک دي چې د جګړو له کبله یې خپل هېوادونه پرېښي او تښتېدلي‌ دي.

د یوګاندا د کډوالو او کړکیچ د مخنیوي د ادارې مرستیال «ایستر انیاکن داوینیا» خبریالانو ته وویل چې د امریکا حکومت تېره ورځ د یوګاندا له ولسمشر څخه دا غوښتنه کړې وه او هغه ورسره منلې ده چې ۲۰۰۰ افغان کډوال به هلته انتقالیږي.

هغه وايي « تر څو چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هغوی (افغان کډوال) په بل ځای کې مېشت کوي، تر دریو میاشتو پورې به دلته وي.»

افغان کډوال
افغان کډوال


معلومه نه ده چې دا افغان کډوال به کله یوګاندا ته انتقالیږي‌ او رسیږي.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته زرګونه افغانان چې فکر کوي ژوند یې په خطر کې دی، له افغانستان څخه د تېښتې هڅه کوي. په خاص ډول هغه افغانان چې د امریکا له عسکرو او نورو نړیوالو ادارو سره یې کار کړی وي. امریکا ژمنه کړې چې دوی به ژر راوباسي.

وسله والو طالبانو په خپلو اعلامیو کې د مخکني حکومت له مامورینو او د بهرنیو ځواکونو له همکارانو غوښتي چې له افغانستان څخه ونه وځي او ژوند ته یې خطر نشته، خو ځینو ترجمانانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د طالبانو په ژمنو باور نکوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG