د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دامنیک راب ویلي دي چې ښايي هېواد یې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ۱۰ سلنه زیاتې کړي.

نوموړي نن سه شنبه اګست ۱۷(زمري۲۶) وویل چې د مرستو لپاره ورکول کېدونکې پېسې به په افغانستان کې په پراختیایي او بشري چارو لګول کیږي. هغه وویل چې د دې طرحې جزیات به ژر خپاره شي.

یوناما: په افغانستان کې پاتې کېدو او له خلکو سره مرستې ته ژمن یو​

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل پاتې کېدو ترڅنګ له اړمنو خلکو سره د مرستې په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی.

یوناما نن سې شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي په داسې حال کې چې وضعیت ډېرې پېچلی شوی، خو وايي بشر دوستانه ادارې په افغانستان کې د زیانمن شوو خلکو ملاتړ ته ژمنې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط کې افغان سیاسي مشران ګرم وبلل.

نوموړي نن سه شنبه اګست ۱۷(زمري۲۶) د ناټو په غونډه کې وویل:«د افغانستان سیاسي مشرتابه ونشو کولای د طالبانو په مقابل کې ودریږي او سیاسي لاره ومومي» چې پایله یې په دغه هېواد کې یوه تراژیدي شوه.

هغه د کوم مشخص افغان سیاستوال نوم وانخیست.

د ناټو عمومي‌ منشي
د ناټو عمومي‌ منشي

د هوايي چلند اداره: د کابل هوايي ډګر نه ټولې ملکي الوتنې وځنډېدې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې ځنډېدلي دي.

دې ادارې نن سې شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) له ټولو خلکو څخه غوښتي چې یاد هوايي ډګر ته د الوتنو د بیا شروع کیدو پورې د راتګ څخه ډډه وکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG