د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د کابل هوايي ډګر د نظامي او ملکی پروازونو لپاره پرانیستی دی. امریکایي چارواکي وايي چې تر نن سهار پورې هلته شاوخوا ۳۵۰۰ عسکر وو. د امریکا الوتکې امریکايي وګړي او د خپل سفارت کارکوونکي انتقالوي. چارواکي وايي تېره ورځ یې ۷۰۰ کسان انتقال کړي چې ۱۵۰ یې امریکایي اتباع وو.

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي سه شنبه اګست ۱۷ (زمري۲۶) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې قانون د ولسمشر په غیابت کې هغه سرپرست ټاکلی دی.

هغه لیکلي دي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د جمهور رئیس د فرار، غیابت او مرګ په صوت کې لومړی مرستیال سرپرست ټاکل کیږي. زه په هېواد کې دننه یم او په قانوني او مشروع ډول د دغه مقام/څوکۍ سرپرست یم. د دغه مقام د تحکیم لپاره د هېواد د ټولو رهبرانو سره په مشورې بوخت یم.»

د افغانستان د اساسي قانون په شپیېتمه ماده کې وايي: «د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم، كار كوي. د جمهور رئيس د لومړي مرستيال په غياب كې، دويم مرستيال د اساسي قانون له مندرجو احكامو سره سم، عمل كوي.»

مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه ووت. ښاغلي غني په هماغه ورځ په خپل رسمي فیسبوک کې ولیکل: «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم.....»

کله چې په ۱۹۹۶ کې وسله والو طالبانو کابل ونیوه او «اسلامي امارت» یې اعلان کړ،‌ د هغه وخت ولسمشر برهان الدین رباني له کابل څخه ووت او په ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر راتګ او هغه ته د واک تر انتقال پورې، د افغانستان ولسمشر بلل کېده او نړیوالو په رسمیت پېژنده.

امرالله صالح
امرالله صالح

ذبیح الله مجاهد: همه شمول حکومت جوړوو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په په کابل کې نن سه شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې د یو همه شمول حکومت هلې ځلې روانې دي چې ټول افغانان په کې خپل استازي وویني. ښاغلي مجاهد د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې له خبریالانو سره غږېده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې د یو داسې همه شمول حکومت د جوړولو هلې ځلې روانې دي چې ټول افغانان په کې خپل استازي وویني.

ښاغلي مجاهد په کابل کې نن سه شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې له خبریالانو سره غږېده.د طالبانو دغه ویاند تر دې مخکې په هېڅ یو تلویزون او رسنۍ کې څرګند شوی نه و.

نوموړي وویل چې طالبان د غچ اخیستو په فکر کې نه دي او د دولتي کارکوونکو او د بهرنیو ځواکونو د ترجمانانو په ګډون به هېچا ته هم زیان ونه رسیږي.

هغه وویل چې د طالبانو مشرتابه عمومي بخښنه اعلان کړې او دا ډله نغواړي چې له هېچا سره «دښمني» وپالي.

هغه وویل چې افغانستان به «یو قوي اسلامي» حکومت ولري او په خبره یې د حکومت د څرنګوالي په اړه به افغان سیاستوال خبرې کوي خو نور جزیات یې ورنکړل.

نوموړي وویل چې هلې ځلې کوي خپل مخالفان وهڅوي چې په آینده حکومت کې ورسره برخه واخلي.

د طالبانو ویاند همدغه راز وویل چې ښځې د افغانستان مهمه برخه ده او د اسلامي قانون په اساس به هغوی ته د کار او تحصیل حق ورکول کیږي. هغه وویل چې په پولیسو، طب، څارنوالۍ او نورو برخو کې ښځو ته ضرورت دی.

Zabihullah Mujahid
Zabihullah Mujahid

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG