د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

طالبان: حتمي نه ده چې ښځې دې چادري په سر کړي

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین وايي چې د ښځو لپاره د چادري په سر کول کومه حتمي خبره نه ده.

ښاغلي شاهین د سکاۍ نیوز شبکې ته وویل چې چادري (برقه) د ښځو لپاره یوازینی حجاب نه دی چې په سر یې کړي، خو دا خبره یې ونکړه چې طالبانو ته د ښځو کوم ډول حجاب به د منلو وي.

نوموړي وویل چې ښځې او نجونې کولای شي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو اداره وايي چې د سي-۱۷ الوتکې او د ملکي وکړو د تلفاتو په اړه به موجود معلومات اروزي. د امریکا د پوځ دا الوتکه د اګست په ۱۵ نېټه د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه الوتلې او د قطر د «العدید هوايي مرکز» کې ښکته شوې ده.

د شنبې په ورځ د امریکا دا سي-۱۷ یوه الوتکه چې سلګونه افغانان په کې سپاره وو، د کابل له هوايي ډګر څخه والوته او یو شمېر کسان په کې ښکارېدل چې د الوتکې د وزر په یوې برخې کې یې ځانونه ځای کړي او یا ځوړند کړي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدویوګانو کې ښودل کیږي چې د الوتکې له پورته کېدو لږه شېبه وروسته ځينې کسان لاندې غورځي.

دغه اداره وايي‌ چې په دې اړه ځینې مستندې ویدیوګانې او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي معلومات به هم ګوري او ارزوي.

چارواکي وايي‌ چې د الوتکې په ټایر کې هم د انسان د بدنې ځینې برخې پاتې وي او وايي له همدې کبله د امریکا د هوايي ځواک د هوايي خوښځت قومانده له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای دا قضیه ارزوي چې د «دغې تراژیدۍ په اړه» حقایق ترلاسه کړي.

له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، سلګونه کسانو هوايي ډګر ته ولاړل چې له افغانستان څخه ځانونه وباسي. امریکایي چارواکي وايي چې د امریکایي عسکرو سلګونه همکاران او د امریکا د سفارت ماموران یې له افغانستان څخه اېستلي دي.

د امریکا د پوځ سي-۱۷ الوتکه
د امریکا د پوځ سي-۱۷ الوتکه

امریکایي چارواکي وايي چې له کابل څخه یې د دیپلوماتانو د لیږد پروسه بشپړه کړه، پاتې کارکوونکي د وتلو پروسې سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۷) وویل، له کابل څخه د امریکا سفارت د کارکوونکو د ایستلو پروسه بشپړه شوه او پاتې دیپلوماتان د امریکایي اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو په هدف پاتې دي.

متحده ایالتونو یوازې د سه شنبې په ورځ اګست ۱۷ په دیارلسو پروازونو کې تقریبا ۱۱۰۰ امریکایي اتباع او د دایمي استوګنې د کارتونو ( ګرین کارډ) درلودونکي افراد او د هغوی د کورنۍ غړي ایستلي دي.

امریکایي مقامات وایي تر اوسه د امریکایي پرسونل په ګډون په مجموع کې ۳۲۰۰ کسان انتقال شوي دي. دا پر هغو ۳۲۰۰ کسانو سربیره دي چې تر اوسه له افغانستاان څخه ایستل شوي دي. په دې کې کابو ۲۰۰۰ د مهاجرت د خاصو ویزو درلودونکي افغانان هم شامل دي.

US Embassy in Kabul
US Embassy in Kabul

طالبان: ملا برادر کندهار ته ورسید

طالبانو کندهار ولایت ته د یادې ډلې د مرستیال ملا برادر رارسیدل، تائید کړل.

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو جګپوړی هیئت د سه شنبې په ماښام له دوحې څخه کندهار ولایت ته ورسید.

بلخوا د طالبانو یوه بل ویاند محمد نعیم داسې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کیږي د طالبانو د ډلې یو شمیر غړي په یوه هوایي ډګر کې له یوې بهرنۍ پوځي الوتکې ښکته کیږي.

Qatar Afghanistan Peace Talks pompeo
Qatar Afghanistan Peace Talks pompeo

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG