د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

بلنکین او قریشي په ټلفون خبري وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکایي سیال انټني بلنکین سره په یوې ټلفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي توافق په کیدو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ښاغلي قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره په دې ټلفوني اړیکه کې ویلي دي چې یو سیاسي توافق په مخ کې غوره پرته لار ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالو پر مخنیوي په ټینګار سربیره، له امریکا څخه غوښتي دي‌ چې له افغانستان سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو له دې وړاندې تل پاکستان د طالبانو په ملاتړ او هغوی ته په پناه ورکولو تورن کړی وو، هغه تورونه چې اسلام آباد تل رد کړي دي.

د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د هم ګوندیانو په ګډون د امریکا د کانګرس غړو د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۷) د افغانستان د تحولاتو په اړه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړه.

دغو سناتورانو د هغو تیروتنو په اړه چې له امله یې کابل د طالبانو لاس ته ولید، د څیړنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر باب مننډز، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغه څه چې" په تیرو څو ورځو کې په افغانستان کې پيښ شوي ، د هغو تیروتنو مجموعه وه چې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو ادارو په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کړي دي."

دې امریکایي سناتور وروستیو تحولاتو او د طالبانو لاس ته د کابل لویدلو ته په اشارې سره ویلي دي" موږ په تیرو کلونو په اوږدو کې د پالیسي ګانو او د استخباراتي معلوماتو د ناوړه ماتې شاهدان یو."

رویټرز خبري آژانس د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر باب مننډز په حواله ویلي دي چې نوموړی غواړي د امریکا د پالیسي ګانو په اړه یوه استعماعیه غونډه جوړه کړي او په دې جلسه کې له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر مذاکراتو او د بایډن د ادارې له خوا په بشپړ ډول د امریکایي عسکرو د ایستلو مسله وڅیړي. خو تر اوسه د جلسې تاریخ مشخص شوی ندی.

U.S. Congress
U.S. Congress

د طالبانو لاس ته افغانستان د حکومت له لویدلو وروسته د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د محبوبیت کچه ، خپل ټیت حد ته رسیدلې ده.

د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د رویټرز خبري آژانس او د اپسوس څیړنیز بنسټ له خوا د دوشنبې په ورځ شوې او نتیجه یې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د مجبوبیت کچه اوسه سلنه کمه شوې ده.

د یوې نظر پوښتنې له مخې، ۴۶ سلنه امریکایان د جوبایډن له کارونو رضایت لري. دا د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې د امریکا د جمهور رئیس په توګه د بایډن له ټاکل کیدو وروسته د هغه د مجبوبیت تر ټولو ټیټ حد دی.

د ښاغلي بایډن مجبویت په ورته نظر پوښتنه کې چې د جمعې په ماښام شوې، ۵۳ سلنه وو.

آسترالیا له کابل څخه په یوه پرواز کې ۲۶ ویستل

د آسترالیا لومړي وزیر سکاټ مورسن دا تائید کړه چې له افغانستان څخه یې یو شمیر کسان د چهار شنبې په ورځ په خپل لومړي پراوز کې منځني ختیځ ته ورسول.

مورسن په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل چې یوه ( سي ۱۳۰) ډوله نظامي الوتکه چې آسترالیایي اتباع، د ویزو درلودونکي افغانان او بهرني چارواکي چې د نړیوالو اداراتو لپاره یې کار کاوه، د چهار شنبې سهار وختي په اماراتو کې د آسترالیا نظامي مرکز ته رسیدلې ده.

هغه وویل، ډیرې الوتکې سیمه کې دي او په راتلونکو ورځو کې به د افرادو د ایستلو پروسې ته دوام ورکړي.

مورسن همدارنګه زیاته کړه د کابل په هوایي ډګر کې امنیتي وضعیت ښه شوی ځکه امریکا او بریټانیا د میدان هوایي ډګر مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG