د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د کابل ښار په مرکزي برخه کې د فرانسې او جرمني سفارتونو ته نږدې د چهار شنبې په ورځ (اګست ۱۸) سلګونه کسان راټول شوي او یادو هیوادونو ته د تللو غوښتنه کوي.

یو شمیر راټولو شویو کسانو امریکا غږ اشنا ته وویل چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو د خپریدلو سره چې بهرني هیوادونه افغانان مني د تیرې شپې راهیسې د زنبق څلور لارې کې د فرانسې او جرمني سفارتونو ته نږدې راټول شوي دي.

خو راټول شوي‌ کسان وايي چې تر غرمې مهاله د دغو سفارتونو هیڅ کاروونکي ورسره ندي کتلي او لا هم په تمه دي چې بهر ته د سفر امکان ترلاسه کړي.

په دغو کسانو چې ښځې او ماشومان هم شامل دي اکثره یې بهر ته د تللو اسناد نه لري.

یو شمیر هنرمندان هم په دې ډله کې شامل دي، مشهور هنرمند استاد مینا ګل امریکا غږ اشنا ته وویل دی نور په افغانستان کې د ځان لپاره ځای نه ویني نو ځکه هڅه کوي چې بهر ته لاړ شی.

بلخوا د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر شاوخوا نن چهار شنبې د اګست ۱۸ هم د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیږي خو د هوایي ډګر له دروازو څخه خلک لرې شوي‌ دي، داسې ویل کیږي‌ نن هم سلګونو کسانو هڅه کوله چې هوایي ډګر ته ننوځي خو طالبانو د هغوی د خورولو لپاره هوایي ډزې کړي دي.

يو شمېر ځوانانو له پرون راهيسې په خوست ښار کې د ملي بيرغ په پلوۍ په لاريون لاس پورې کړی دی.

دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې ملي بيرغ دې نه ښکته کوي، خو طالبانو خبرداری ورکړی چې له دې کار نه دې لاس واخلي، کنه سرغړوونکي نيول کيږي او قانوني چلند به ورسره وشي.

په بامیان کې د عبدالعلي مزاري مجسمه منفجره شوه

د افغانستان د وحدت اسلامي حزب د بنسټ ایښونکي او مشر عبدالعلي مزاري مجسمه تیره شپه د بامیان ولایت په مرکز کې منفجره شوه.

ددې ښار یو اوسیدونکي چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "مطمین نه یم چې چا دغه مجسمه منفجره کړه، خو د طالبانو مختلفې ډلې ددې پیښې په وخت په محل کې وې."

عبدالعلي مزاري د افغانستان د اسلامي وحدت د ګوند بنسټ ایښونکی د ۱۳۷۳ کال د کب میاشتې په ۲۲ طالبانو ونیو او بیا ددې ډلې له خوا ووژل شو.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ټولنې (نۍ) په ننګرهار ولایت کې د خبریالانو د وهلو او ټکولو خبر ورکړی دی.

نۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پژواک د خبري اژانس او آریانانیوز تلویزیون عکس اخیستونکي د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) د جلال آباد په ښار کې د لاریون کوونکو د تصویرونو د اخیستلو په وخت د څو وسله والو کسانو له خوا "چې ویل کیږي طالبان وو" وهل شوي او ټکول شوي دي.

نۍ د طالبانو له ډلې غوښتي لکه څنګه یې چې د خبریالانو د مصوونیت ژمنه کړې خپلو کسانو ته ووایي چې خبریالان ونه وهي او د خبري پوښښ مخنیوی ونکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG