د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

محمد اشرف غني د افغانستان د وضعیت په هکله وینا کوي

ښاغلي غني ته یوې نژدې سرچینې د امریکاغږ ته تائید کړه چې د اشرف غني وینا ډیر ژر خپره شي.

د اوریدو او لیدلو لپاره یې مونږ سره اوسئ!

محمد اشرف غني وایي: "د تیرې یکشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د خپل عادې کاري مهالویش په جوړولو بوخت وم. غرمه مهال د کابل د وضعیت د ارزونې لپاره د دفاع وزارت د سوق او ادارې ته روان وک، ناڅاپه زما ساتونکي راورسیدل چې یوه لویه دسیسه خنثا کړي او زه یې له ساحې نه وایستلم. "

ښاغلي غني په یو ویدیویي پیغام کې چې په رسمي فیسبوک پاڼه یې خپور شوی وویل: "سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د کابل ښار ته نه داخلیږي ددې ډلې غړي [د یکشنبې په ورځ] د ارګ په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او زمونږ امنیتي مسولینو د امنیت د تامینولو توان له لاسه ورکړی و".

محمد اشرف غني وویل دې دسیسې دوه اړخه درلودل: "اول، یا زه پاته کیدم او د کابل د ویجاړې او وینې تویدنې شاهد باید وای. طالبان او د هغوی داخلي او خارجي همکارانو په وضحاحت ویلي وو تر څو زه واوسم هغوی مسالمت امیزه لار نه ګوري. هغه مسولیت چې زما په اوږو ایښول کیده دا و چې د واک په خاطر کابل وران او د سوریې او یمن په څیر د کابل په کوڅو کې وینې تویدنې پیل شي."

ښاغلي غني وویل: "دوهم، څو دقیقې وروسته له هغې چې مجبور کړای شوم چې له کابل ووځم طالبان او ناپیژندل شوې څیرې چې زمونږ د هیواد په ژبو بلد نه وو ارګ ته دننه شول. ارګ ته [د طالبانو] د رسیدو په لار کې هیڅ ډول مقاومت ونشو، هغوی اتاق په اتاق ګرځیدل چې ما پیدا کړي. تصمیم دا و هغه څه چې ۲۵ کاله مخکې په افغانستان کې پیښ شوي وو تکرار شي. که زه پاته شوی وای یو ځل بیا د افغانستان جمهور رئیس د افغانانو د سترګو په وړاندې په دار ځړول کیده او یا هم یوه لویه له شرمه ډکه تاریخي فاجعه تکرار کیدله. تاسو ته معلوم دي چې زه د باعزته مرګ نه یم ډاریدلی او نه هم ډاریږم، خو د افغانستان بې عزتي راته د منلو وړ نه وه او نه ده."

د امریکا دفاع وزیر: تر اوسه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خصمانه چلند نشته

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر لائید آسټن ویلي‌ دي چې اوسمهال شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي پوځيان په کابل کې دي.

ښاغلي آسټن د چهار شنبې په ورځ د اګست ۱۸ ( زمري ۲۷) وویل امریکایي پوځیانو او طالبانو تر اوسه له یو بل سره له دښمنۍ ډک برخورد ندی کړی او په کابل کې د امریکایي سرتیرو او د طالبانو د قومندانانو ترمنځ ارتباطي خطوط پرانیستي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د مالیې وزارت وایي دا هیواد هڅه کوي څو د پیسو د نړیوال صندوق زیرمو ته د طالبانو د لاسرسي مخه ونیول شي.

د امریکا د مالیې وزارت یوه چارواکي د چهار شنبې په ورځ د اګست ۱۸ ( زمري ۲۷) وویل چې د پیسو ددغو زیرمو ارزښت ۴۵۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي او ټاکل شوېده دا پیسې راتلونکې اوونۍ افغانستان ته ځانګړي شي.

له دې وړاندې د امریکا یو شمیر جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو قانون جوړونکو ددې هیواد د مالیې وزیرې جنیت یلین ته د یوه لیک په استولو سره غوښتي وو چې طالبان باید د پیسو د نړیوال صندوق مالي منابعو ته لاسرسی پیدا نکړي.

په همدې حال کې امریکایي او افغان چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره دارایي له افغانستان څخه په بهر کې ساتل کیږي او د‌ طالبانو له خوا لاسرسی ورته محدود دی.

له دې وړاندې د امریکا د حکومت یوه چارواکي ویلي وو چې د افغانستان بانک دارایي ګانې چې په امریکا کې ساتل کیږي، طالبانو ته نه ورکول کیږي.

Yellen
Yellen

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG