د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د خبریالانو د حفاظت کمیټه پر خبریالانو د طالبانو د بریدو د ژر دریدو غوښتنه کوي.

دا کمیټه چې مقر یې په نیویارک کې دی، د چهار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې طالبان باید د خبریالانو کور په کور تلاشي ودروي او هغوی ته اجازه ورکړي څو له ویرې ، تاوتریخوالو او یا هم غچ اخیستو له ډار پرته کار ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکین د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۸ ( زمري ۲۷) د بریټانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډومنیک راب سره په افغانستان کې د ډیرې همغږۍ د دوام په اړه بحث وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغو دوو چارواکو د افغانستان په باب د مختلفو مسایلو په ځانګړې ډول "د نړیوالو تعهداتو، امنیت او د افغان او بهرنیو اتباعو د مصونیت په اړه خبري کړي دي."

دغه امریکایي او بریټانیایي چارواکي په داسې حال کې خبري کوي چې امریکا او د واشنګټن اروپايي او غربي متحدین هڅه کوي څو د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې خپل زرګونه اتباع او افغان همکاران وباسي.

بایډن: امریکایي پوځیان ممکن د اګست له پای ته رسیدو وروسته هم افغانستان کې پاتې شي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وایي ددې هیواد پوځیان به تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې د امریکا ټول اتباع له هغه هیواده ووځي.

ښاغلي بایډن د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۸ له اې بي سي شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه که د ټولو امریکایي اتباعو ایستل حتی په افغانستان کې د اګست میاشتې تر ۳۱ وروسته وخت کې د پاتې کیدلو په مانا وي، امریکایي پوځيان به په کابل کې پاتې شي.

د جوبایډن د پخواني اعلان له مخې، ټاکل شوېده ټول بهرني پوځیان د روانې میلادي میاشتې په پای کې له افغانستان څخه ووځي.

واشنګټن: طالبان د کابل هوایي ډګر ته د افغانانو د تګ مخه نیسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ونډي شرمن وایي د یو شمیر راپورونو له مخې، طالبان د کابل نړیوال هوایي ډګر ته د خلکو د رسیدو مخه نیسي.

میرمن شرمن د چهار شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو دا کار د هغوی د تعهداتو خلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې همدارنګه زیاته کړیده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هیواد پوځ توانیدلی شاوخوا دوه زره کسان له افغانستان څخه وباسي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG