د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا جپګوړی استخباراتي چارواکی: د افغان حکومت د ګړندي سقوط وړاندوینه مو کړې وه

د امریکا یوه جګپوړي استخباراتي چارواکي ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان د حکومت د ګړندي سقوط وړاندوینه کړې وه.

دې چارواکي د نوم په نه ښودلو سره امریکا غږ ته وویل چې د جګړې د فصل په راتګ سره به واشنګټن د افغان حکومت د بقا په اړه به نور هم اندیښمن کیده.

د امریکا د حکومت دې جګپوړي استخباراتي چارواکي زیاته کړې د طالبانو له خوا کابو د ټول افغانستان نیول د افغان امنیتي ځواکونو له توانایي سره ربط نه درلود بلکې د حکومت په رهبري، انسجام او اراده کې د کمیو ښکارندوی وو.

هغه زیاته کړه له دې ټولو سره سره، د افغانستان حکومت د امریکا له تمې ژر وپاشید.

د یاد امریکایي چارواکي دا څرګندوې په داسې حال کې بیان کیږي چې طالبان اوس له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان واکمن دي او د یکشنبې په ورځ د غني له وتلو وروسته کابل ته داخل شول.

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۸ ( زمري ۲۷) له افغانستان څخه خپل کابو ۱۰۰ تنه نړیوال کارکوونکي قزاقستان ته ولیږدول.

دغه سازمان وایي دا کسان به په انلاین شکل کار کوي او محلی کارمندان به په افغانستان کې وي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل:"دا یو موقتي اقدام دی څو له یوې خوا ملګري ملتونه وکړای شي له ځنډ پرته د افغانستان خلکو ته مرستې ورسوي او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پرسونل ته خطر هم وي."

د ملګرو ملتونو دا پرسونل به د قزقستان د الماټا په کازاخ ښار کې په یوه موقتي دفتر کې ځای پرځای شي.

یاد سازمان تر اوسمهاله په افغانستان کې ۳۰۰ نړیوال او کابو ۳۰۰۰ محلی کارکوونکي درلودل.

ښاغلي دوجاریک زیاته کړه، دا اقدام د روښانه ملحوظاتو له امله شوی او کله ملګري ملتونه احساس وکړي "وضعیت اجازه ورکوي" بیرته به ستانه شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه، یاد سازمان جدي هڅه کوي څو افغان کارکوونکي او د هغوی کورنۍ خوندي وساتي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ایجنسۍ استازې کارولین وان بورین خبریالانو ته ویلي چې یو شمیر محلي کارکوونکي غواړي پاتې شي په داسې حال کې چې یو شمیر نور په خاص ډول میرمنې غواړي له هغه هیواده ووځي.

د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود د طالبانو پر ضد د مقاومت د پیل خبر ورکړی او د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کاله پورې د طالبانو په وړاندې د خپل پلار مقاومت ته په اشارې وایي چې د هغه لاره تعقیبوي.

احمد مسعود په یوې مقاله کې چې په واشنګټن پست کې خپره شوې ویلي‌ چې طالبان یوازې د افغانستان د خلکو ستونزه نده. هغه وایي‌ پر افغانستان به د طالبانو تسلط ددې لامل شي چې دا هیواد د ترهګرو او اسلام پالو په اصلي پټنځای بدل شي او یو ځل بیا به په افغانستان کې د نړۍ پر دیموکراسي د بریدونو طرحه جوړه شي.

احمد مسعود چې په دې مقاله کې ځان د "افغانستان د مقاومت مشر"معرفي کړی، همدارنګه ادعا کړې چې په میلیونونه افغانان د "لودیځ په ارزښتونو" باور لري.

د ښاغلي مسعود په وینا، افغانانو د ازادې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره اوږده مبارزه کړېده څو میرمنې وکړای شي ډاکټرانې او خبریالانې شي او ځوانان وکړای شي موسیقي واوري او نڅاوي‌ وکړي.

احمد مسعود د خپلو پلویانو ترمنځ په "ځوان امر صاحب" مشهور دی، په دې مقاله کې همدارنګه ټینګار شوی چې پنجشیر د آزادي وروستۍ سنګر دی او ویلي دي چې له خپلو ملګرو سره به ددې ولایت دفاع وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د چهار شنبې ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي دي، له خپلو نړیوالو متحدینو سره یوځای، پر هغو کسانو چې په ټول افغانستان کې قدرت او اقتدار لري ، غږ کوي چې د میرمنو او نجونو حقونه خوندي کړي. ښاغلي بلنکین زیاته کړې، دا له نږدې څاري چې راتلونکی حکومت څنګه د میرمنو او نجونو حقونه او آزادي‌ تامینوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG