د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د سپینې ماڼۍ چارواکو د چهار شنبې ناوخته د اګست په اتلسمه نیټه وویل چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې ۶۰۰۰ تنه له افغانستان څخه دې هیواد ته انتقال شوي دي.

امریکا او نور ګڼ شمیر هیوادونه هڅه کوي چې خپل زرګونه اتباع او افغان همکاران له هغه هیواده وباسي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ونډي شرمن ویلي د یو شمیر راپورونو له مخې، طالبان د کابل نړیوال هوایي ډګر ته د افغانانو د رسیدو مخه نیسي، هغه اقدام چې د میرمن شرمن په وینا د طالبانو د ژمنې خلاف دی.

د امریکا ملکي الوتکو کابل ته د پرواز اجازه ترلاسه کړه

د امریکا د هوانوردي فدرالي ادارې د امریکا ملکي الوتکو او پیلوټانو ته اجازه ورکړې چې کابل ته پرواز وکړي څو د زر ګونو کسانو د لیږد په برخه کې د هغه هیواد له پوځیانو سره مرسته وکړي.

خو دې ادارې د واشنګټن په وخت ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ملکي پیلوټان او الوتکي نشي‌ کولی د امریکا د دفاع وزارت له اجازې پرته د کابل نړیوال هوایي ډګر او یا هم د افغانستان فضا ته نږدې پرواز وکړي.

رویټرز خبري آژانس د امریکا د هوانوردي د فدرالي ادارې د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته ټول کمکي پروازونه باید د امریکا د دفاع وزارت په اجازه ترسره شي. دفاع وزارت له دې امر څخه استثنا دی.

د پنټاګان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي چې آیا د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه به د زرګونو کسانو د لیږد لپاره د ملکي برخې له پیلوټانو او الوتکو‌ څخه استفاده وکړي که نه؟

د هسپانوي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو یوه لیږدونکې الوتکه د پنجشنبې په سهار د اګست په ۱۹ هسپانیې ته ورسیده.

د هسپانیا حکومت پلان لري چې خپل شاوخوا پنځه سوه اتباع او افغان همکاران هغه هیواد ته انتقال کړي. په دې کسانو کې په کابل کې د هسپانیا سفارت کارکوونکي او د هغوی افغان همکاران هم شامل دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ښار ونیو، په زرګونو بهرنیو دیپلوماتانو او د هغوی افغان همکارانو د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې بهر ته سفر کړی دی.

اوسمهال په زرګونه بهرنیان او د هغوی افغان همکاران غواړي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې افغانستان پریږدي او عمده دلیل یې د طالبانو د غچ اخیستلو احتمال دی.

کابل کې د بهرنیو سفارتونو مخ ته د خلکو د راټولیدو دوام

له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د تللو په نیټ په کابل کې د یو شمیر بهرنیو سفارتونو مخې ته د خلکو د راټولیدو لړۍ نن پنجشنبه د اګست ۱۹ هم روانه ده.

په سلګونه کسان د کاناډا، جرمني او فرانسې سفارتونو مخې ته راغونډ شوي او غواړي‌ چې دغو هیوادونو ته د تګ فرصت ترلاسه کړي.

یو شمیر دغو کسانو امریکا غږ ته وویل چې هغوی د څو ورځو راهیسې د زنبق په څلور لارې کې په دې تمه ناست دي چې که چیرې بهرني سفارتونه یې د مهاجرو په توګه ومني.

د بلخ ولایت یوه اوسیدونکي رضوان الله امریکا غږ ته وویل، کاناډا د ۲۰ زرو افغانانو د منلو اعلان کړی او دی هم په همدې نیت راغلي څو نوم لیکنه وکړي خو د ساعتونو انتظار سره سره د سفارت کوم دیپلومات ورسره ندي کتلي.

فرانسې سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې خپل سفارت يی د حامد کرزي نړیوال هوايي ډکر ته لیږدوالی دی.

ویل کیږي چې طالب وسله والو د کاناډا او بریټانیا سفارتونو مخ ته د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې هم کړي دي.

د دغو سفارتونو سربیره د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر بهر نن په څلورمه ورځ هم په سلګونو کسان هوايي ډګر ته د ننوتلو په انتظار کې ناست وو. خو د خلکو ګڼه ګوڼه د تیرو ورځو پرتله کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او د افغان همکارانو د انتقال لپاره هڅې ډیرې کړي دي.

امریکایي چارواکو تازه ویلي‌ دي‌ چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې یې ۶ زره تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG