د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

هیواد نه د وتلو هڅې؛ کابل کې د سفارتونو مخ ته لا هم ګڼه ګوڼه ده

په سلګونو کسان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) هم په سلګونو کسان د زنبق چهار راهي ته نژدې د کاناډا، جرمني، بریتانیا او فرانسې شاوخوا راټول شوي وو. د طالبانو له لورې د کابل له نیولو وروسته زیات شمیر افغانان ویره لري چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او دولتي ارګانونو سره د همکارۍ او همداشان د خپلو عقایدو په دلیل د طالبانو د غچ اخیستنې او شکنجې سره مخامخ نشي. دوی هڅه کوي چې له هیواد نه ووځي.

کابل کې د بهرنیو سفارتونو مخ ته ګڼه ګوڼه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د خپلواکۍ ورځې لمانځنه

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خلکو د ملي درې رنګي بیرغ په لیږدولو سره د خپلواکۍ د بیرته اخیستو ورځ ولمانځله. په کابل، کونړ، جلال آباد خوست او د پکتیا په ولایتونو کې خلکو مظاهرې هم کړیدي. عیني شاهدان وایي چې په کونړ کې څو تنه وژل شوي هم دي، خو معلومه نده چې دا کسان د طالبانو په ډزو او که په ټیل ماټیل کې وژل شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، وایي د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو په وړاندې مقاومت د پنجشیر په دره کې د منسجم کیدو په حال کې دی.

ښاغلي لاوروف د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د خپل لیبیایي سیال سره له کتلو وروسته په مسکو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ټول افغانستان خاوره د طالبانو په کنترول کې نده. د پنجشیر په دره کې د وضعیت په اړه رپوټونه شته چې د افغانستان د جمهور رئیس د مرستیال ښاغلي صالح او احمد مسعود [په مشرۍ] مقاومت رامنځته کیدل ښیي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د سیاسي ګوندونو په مشارکت د هر اړخیزو خبرو غوښتنه وکړه.

په یمن کې د القاعدې د شبکې څانګې طالبانو ته د کابل د نیولو مبارکې ورکړې. القاعده د عربو په ټاپو وزمې کې طالبانو ته د مبارکۍ د ویلو تر څنګ په اعلامیې کې همدارنګه د وسله والې مبارزې د دوام هوډ کړی.

په اعلامیې کې راغلي، "دا بریا او واک تر لاسه کول ښیي چې جهاد او جګړه د شریعت پر اساس د حقونو د پر ځای کولو او د یرغلګرو او اشغالګرو د شړلو لپاره قانوني او ریښتینې لار ده.

د فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې په یمن کې د القاعده د شبکې وسله والو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل په اور لوبو ولمانځل.

سره لدې چې طالبانو د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې مخکې لدې چې امریکا یې واکمني ړنګه کړي، د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن تر څنګ د دې ډلو جګپوړو غړیو او وسله والو ته د پټیدو ځای ورکړی و خو د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې په تړون کې په طالبانو دا شرط ایښودل شوی چې د القاعده د شبکې تر څنګ به د ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه تازه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره ویلي چې دا ډله به د ترهګرو سره اړیکې پرې کوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG