د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د افغانستان په څو ښارونو کې د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) ددې هیواد د لر غوني درې رنګه بیرغ په ملاتړ مظاهرو کې څو تنه وژل شوي دي.

هغه ویدیو چې په رسنیو کې خپره شوې ښیي چې یوې ډلې نارینو او یو شمیر ښځو د "زمونږ بیرغو زمونږ هویت" شعارونو په ورکولو سره د افغانستان تور، سور او زرغون درې رنګه بیرغ په کابل کې هسک او ورپاوه. اعتراض کوونکو د "الله اکبر" نعرې وهلې.

پدې ترڅ کې د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د ملي درې رنګه بیرغ په ملاتړ مظاهرو کې څو تنه ووژل شول. خو څرګنده نده چې دغه مرګ ژوبله د طالبانو د ډزو په نتیجه کې شوې او که په ګڼه ګوڼه کې. طالبانو پدې هکله څه ندي ویلي.

t
t

د امریکا جمهور رئیس وایي په پوځي ځواک د میرمنو د حقونو خوندي کول سمه لار نده. جو بایډن د امریکا د اې بي سي ټلویزیون سره په مرکې کې د طالبانو لخوا د کابل د نیول کیدو نه وروسته ویلي، "دا نظر غیر منطقی دی چې په نړۍ کې د میرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره د پوځي قوت نه کار اخیستل کیدای شي. "

د امریکا جمهور رئیس په چین کې اویغوري مسلمانانو او په یو شمیر نورو هیوادونو کې چې بشري حقونه پکې په جدي توګه پایمالیږي، وویل چې نظامي یرغل د دې ستونزې حل ندی.
بایډن پدې مرکې کې چې نن پنجشنبه اګست ۱۹ (زمري ۲۸) خپره شوې وویل، "په ډیرو ځایونو کې میرمنې تر کنټرول لاندې دي. خو چاره یې اقتصادي او دپلوماتیک فشار اچول دي چې خپله رویه بدله کاندي. "

جو بایډن وایي خپلو سلاکارانو ته یې امر کړی چې هغه میرمنې د افغانستان نه راوباسي چې غواړي هیواد پریږدي. هغه په مرکې کې ویلي، "هر څومره مو چې وس کیږي، باید یې راوباسو. "

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړل.

دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې وکړې چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په نتیجه کې اوس فعال او امن شوی دی.

امریکا هڅه کوي چې له افغانستان څخه امریکایي اتباع، د سفارت پرسونل، د ځانګړې ویزې غوښتونکي او د هغوی کورنۍ، او همداشان هغه افغانان چې له ګواښ سره متوجه دي څومره ژر چې ممکن دي وباسي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د پوځ جنرال هنګ ټیلر، د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ سي-۱۷ الوتکو شاوخوا ۲۰۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

جنرال ټیلر وویل اوسمهال د امریکا پوځ په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ کسانو د انتقال ظرفیت لري. اوس د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ۵۲۰۰ امریکایي سرتیري حضور لري او ټاکل شوې چې دغه شمیر ۶۰۰۰ ته لوړ کړای شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سلوان له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې له افغانسان څخه د امریکایانو ایستل " خطرناک ماموریت دی".

نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې:" موږ اوسمهال له طالبانو سره اړیکه برقراره کړې چې هوایي ډګر ته په خوندي ډول د خلکو د تللو اجازه ورکړي او دا کار اوسمهال د تلونکو امریکایانو او افغانانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، نتیجه ورکويي." خو هغه زیاته کړې: "موږ په هیڅ شي حساب نشو کولی."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو زرګونو اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو هڅې ډیرې کړي دي.

پر کابل د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر دغه هوایي ډګر د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوېده، یو شمیر کسان چې حتی د سفر پوره اسناد هم نلري، دې ډګر ته تللي څو بهر ته ولاړ شي.

ښاغلي سلوان په دې مرګه کې زیاته کړې:" موږ باید د هر ډول احتمالاتو په اړه اندیښنه ولرو. یو احتمال چې موږ جدي تمرکز پرې کوو، هغه د داعش په شان یوې ډلې له خوا احتمالي ترهګریز برید دی، کوم چې د طالبانو قسم خوړلي دښمنان دي، بنا موږ هڅه وکړو څو خطرات کم او په الوتکو کې د خلکو شمیر زیات کړو."

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG