د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د جي ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان په وضعیت خبري وکړې.

په دې ان لاین غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي برخه درلوده.

د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د ټولو هغو کسانو په خوندي تګ ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان څخه ووځي. هغوی همدارنګه د یوه همه شموله سیاسي توافق د کیدو په ضرورت چې د ټولو افغانانو اساسي بشري حقونه تامین کړي، ټینګار وکړ.

په دې غونده کې د نړۍ ددغو سترو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی د اعمالو پورې اړه ولري نه د هغوی د خبرو پورې.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې استازې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، بشري هڅو ، کډوالۍ بحث وکړ او توافق وشو چې په ټولو برخو کې نږدې روابط ولري.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان "یونسکو" ویلي دي چې په افغانستان کې به فرهنګي میراثونو ته هر ډول زیان، په هغه هیواد کې تل پاتې سولې او د بشري مرستو څرنګوالي ته زیان ورسوي.

یونسکو د پنجشبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فرهنګي میراثونو د مسلکي کارکوونکو او هنرمندانو د کار لپاره د خوندي چاپیریال د رامنځ ته کیدو په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغوی‌ "د افغانستان د ملي یووالي او ټولنیز جوړښت لپاره مرکزي رول لوبوي."

ددې اعلامیې په حواله، د افغانستان پراخ فرهنګي‌ میراثونه چې ددغه هیواد له تاریخ او هویت سره نه بیلیدونکی تړاو لري او په ټوله کې بشریت ته ارزښت لري ، باید وساتل.

د کابل موزیم، د هرات زوړ ښار، د جام منار او د بامیان تاریخي آثار د افغانستان تاریخي شتمنۍ دي چې یونسکو هغوی ته اشاره کړېده.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بامیان ولایت تر نیولو وروسته، د بودا مشهورې مجسمې "شهمامه او صلصال" له منځه یوړې.

د یونسکو سازمان رئیس آدري ازولي د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان د بیلایبلو فرهنګي شتمنیو د ساتنی غوښتنې کړې او هغوی ته یې د زیان رسیدو او لوټ کیدو د مخنیوي په هدف د اړینو اقداماتو غوښتنه کړېده.

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د فرانسې له جمهور رئیس امانول مکرون سره د افغانستان د تحولاتو په اړه په ټلفون خبري وکړې.

دغو چارواکو په کابل کې په نږدې همکارۍ سره د خپل پرسونل د نه ستړې کیدونکو هڅو څخه چې د خپلو اتباعو، د افغان همکارانو او د اسیب پذیره کسانو د ایستلو لپاره ترسره کوي، مننه وکړه.

دغو دوو چارواکو همدرانګه د بشري مرستو او د کډوالو د ملاتړ په برخه کې د متحدو هیوادونو او شریکانو ترمنځ د نږدې همکارۍ دوام مهم وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي‌ چې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکین د اګست په ۱۹ د هند د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر جیشنکر سره خبري‌ وکړې.

دغو چارواکو په دې اړیکه کې پر افغانستان بحث وکړ او د همغږۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلینکن همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د اګست ۱۹ د هسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر جوزې مانول البارس سره په افغانستان کې له متحدینو او شریکانو سره د همکاریو په دوام بحث وکړ.

هغوی د تخیلې پر روان بهیر او د بهرنیو او افغان اتباعو د خوندیتوب د زیاتیدو په لارو چارو بحث وکړ.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG