د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې طالبانو په جولای میاشت کې د غزني ولایت له نیولو وروسته، نهه هزاره نارینه په ډله ایزه توګه وژلي دي.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې ددغه سازمان څیړونکو په سیمه کې له شاهدانو سره خبري کړي او د هغوی په وینا، طالب جنګیالیو دغه نهه هزاره ګان د ۲۰۲۱ کال د جولای میاشتې د ۴ او ۶ نیټې ترمنځ د غزني د مالستان ولسوالۍ په موندرخت کلي کې وژلي دي.

د یوه شاهد په وینا، طالبانو د هغوی شپږ تنه په مرمۍ وویشتل او درې تنه یې په شکنجه کولو سره له منځه وړي، یو تن یې د هغه د غاړې په دستمال خفک کړی دی.

د بښنې سازمان، په دې راپور کې لیکلي‌ چې دا ډول "وحشیانه وژنې" د هغو وژنو محدودې بیلګې دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې له خوا شوي دي. د یاد سازمان په وینا، طالبانو په اکثریت سیمو کې چې نیولي دي، ټلفوني خدمات بند کړي او خلک نشي ‌کولای له نورو سره خپل عکسونه او ویډیوګانې شریکې کړي.

د بښنې د نړیوال سازمان رئیسې اګنس کالامارتا ویلي‌ دي د طالبانو اعمال د یادې ډلې تیرې کړنې د خلکو په ذهنونو کې تازه کوي.

میرمن کالامارتا ویلي دي چې "دغه وحشیانه وژنې" چې په سړه سینه ترسره شوي، د طالبانو د حاکمیت د ناوړه وخت ښکارندويي کوي.

ټاکل شویده د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د اګست ۲۰ ( زمري ۲۹) په سیمه ایز وخت له غرمې یوه بجه په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي اتباعو، د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د انتقال په اړه خبري‌ وکړي.

اوسمهال امریکا هڅه کوي چې هره ورځ د کابل له هوایي ډګر څخه په سلګونه امریکایان او د هغوی افغان همکاران په نظامي پروازونو کې وباسي.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي او ویاند سهیل شاهین د چین له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې به نوی اساسي قانون تدوین او تائید شي.

ښاغلی شاهین وایي اوسمهال د یوه همه شموله حکومت پر جوړیدو چې ټول افغانان پکې ځانونه وویني، خبرې اترې روانې دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړه:" اوسمهال د قدرت تشه ده. د هیڅ ډول ټاکنو لپاره وخت نشته. اساسي قانون نشته. نوی اساسي قانون به تدوین او تائید شي. زیات کار په مخ کې دی او دا به وروسته وشي. خو اوسمهال یو همه شموله حکومت ته اړتیا شته. بنا له سیاسي څېرو او آزادو افرادو او همدارنګه زموږ د جګپوړي رهبري ترمنځ به د خبرو په نتیجه کې دا ګډونوال وټاکل شي."

د طالبانو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو ویاند سهیل شاهین

د جرمني خبري اژانس دویچه وله وايي چې طالبانو د هغوی د یو همکار کور پلټلی، د کورنۍ یو غړی یې وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی.‌

دا اژانس وايي‌ چې طالبانو د هغوی د دریو نورو کارکوونکو کورونه هم پلټلي دي.‌

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG