د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

ناټو په طالبانو غږ کړی چې هغو کسانو ته چې غواړي د افغانستان نه ووځي، د وتلو اجازه ورکړي. د ناټو د ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې بیړڼۍ غونډې نه وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې ژمنه کړې چې متحدین به د افغانستان د نه د وتلو د عملیاتو پر مهال د نږدې نه همغږي ولري.

وروسته تر هغه چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیوه، زرګونو کسانو افغانستان پریښی او زرګونه نور یا د کابل په هوایي ډګر او یا پخپلو کورنو کې انتظار کوي چې ووځي.

د فرانس پریس خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي چې طالبان د هغو کسانو نه پوښتنې کوي او تالاشي کوي یې چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته روان وي.


فیسبوک، ټویټر او لنکډان ټولنیزو شرکتونه وايي چې د طالبانو د بریدونو له ویرې د خپلو افغان کاروونکو د حسابونو ساتنه او محافظت کوي.

د فیسبوک د پالیسۍ مشر ناتانیل ګلیچر د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري۲۸) په خپل ټویټر کې ولیکل: «فیسوک په افغانستان کې په موقت ډول د خپلو کاروونکو د حسابونو د مشاهدې کولو او د هغوی د موندلو برخه لغوه کړې ده.»

نوموړي وویل چې دوی په افغانستان کې د خپلو کاروونکو د حسابونو د بندولو لپاره د «یو کلیک» بټنه هم اضافه کړې او په دې کار سره هغه خلک چې په فیسبوک کې له دوی سره ملګري نه دي، د هغوی پوستونه لیدلای نشي.

ټویټر وايي د نورو محافظتي اقداماتو تر څنګ د خپلو کاروونکو د امنیت لپاره د مدني ټولنو له شریکانو او د انټرنټ له ارشیف سره په تماس کې دی‌ چې د ارشیف شویو ټویټونو د لغوه کولو لپاره د تقاضا پروسه او بهیر چټک شي.

د لنکډان شرکت هم ویلي دي چې په موقت ډول یې په افغانستان کې د خپلو کاروونکو حسابونه پټ کړي چې نور عمومي کارکوونکي یې ونشي لیدلای.

ټولنیزه رسنۍ
ټولنیزه رسنۍ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي، اوس مهال په دغه هیواد کې زرګونه بېځایه شوي کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه دفتر پرون جمعه ناوخته اګست ۲۰ (زمري ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د دوی د څېړنو له مخې د افغانستان په شمال او لوېديځو ولایتونو کې ۲۰۹۳۰ کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د معلوماتو په اساس د افغانستان په شمال کې د وروستیو جګړو له امله ۴۵۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د ناامنیو ترڅنګ وچکالي هم خلکو ته لوی ګواښ دی او له امله یې ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

په بشري چارواکو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دغه دفتر خپلې بشري مرستې بیرته پيل کړي او تر دا مهاله یې زرګونو بېځایه شوو کورنیو ته مرستې رسولي دي.

په افغانستان کې د وروستو جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوې او د کابل ترڅنګ ځینو نورو امن سیمو ته کډوالې شوې. ویل کیږي چې طالبانو کابل ته له را غلو کډوالو څخه غوښتي چې بیرته خپلو سیمو ته ولاړ شي.

که څه هم مخکې ویل شوي وو چې ترکیې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت د ساتلو له پلان څخه لاس اخیستی، خو ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د اګست ۲۰ ( زمري ۲۹) وویل چې ترکیه چمتو ده په افغانستان کې له طالبانو سره د خپل ممکنه رول په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي اردوغان وویل: " که زمونږ دروازه وټکول شي، مونږ به یې د خبرو لپاره خلاصه کړو."

اردوغان زیاته کړه، ترکیه په افغانستان کې د زیربناوو د رغولو په چارو کې ښکېله وه او اوس هم په همدې برخو کې له کار سره علاقه لري.

ښاغلي اردوغان د تیرې هفتې د چارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني مرکې کې وویل ترکیه اوس هم علاقه لري چې د کابل د هوايي ډګر امنیت تامین کړي. اردوغان دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د دوشنبې په ورځ رویټر رپوټ ورکړی و چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ساتلو پلان، د طالبانو له خو اد دغه ښار له نیولو وروسته اوس لغوه شوی دی.

اردوغان وویل: "په افغانستان کې د ترکیې پوځي ‌حضور به په نړیواله سطحه د افغانستان د نوې ادارې لاس اوچت کړي." هغه په مرکه کې وویل ترکیه په افغانستان کې له ټولو غاړو سره په تماس کې ده.

رجب طیب اردغان
رجب طیب اردغان

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG