د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو پوره یوه اونۍ وشوه خو لا هم د نړۍ هېوادونه په دې فکر کوي چې ایا دا ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني که نه؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۹۹ کې د طالبانو ډله یوه ترهګره ډله وبلله او له شاوخوا شلو کلونو راهېسې هغوی یوه منزوي او په نړیواله کچه په رسمیت نه پېژندل شوې ډله بلل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې «په افغانستان کې واک په رسمي بڼه انتقال شوی نه دی» خو دغه وزارت په افغانستان کې د حاکمې طبقې په اړه څه ونه ویل.

داسې ښکاري چې روسیه او چین به په سیمه کې دخپل نفوذ د پراخولو او زیاتولو لپاره د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نبنزیا د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته پر افغانستان د امنیت شورا په عاجلې غونډې کې وویل: «بېړه نه شته» او په کابل کې به د روسیې سفارت خپل عادي فعالیت روان ساتي.

هغه وویل چې « د افغانستان وضعیت او د طالبانو مشخصو اقداماتو ته په کتو به» د طالبانو په هکله نور رسمي‌ ګامونه پورته کوي.

چین تېره اونۍ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په طالبانو باندې د فشار راوړلو په ځای باید هغوی ښه لوري ته «ترغیب او رهنمايي»‌ شي.

پاکستان چې له ډېره وخته د طالبانو پناه ځای بلل کیږي ویلي دي چې په افغانستان کې به د یو همه شمول سیاسي حل لپاره «خپلې فعالې هڅې» روانې ساتي.

په ۱۹۹۰ کلونو کې دریو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو، د طالبانو د هغه وخت نظام په رسمیت پېژنده.

طالبان

د هالیوډ مشهوره سینمايي هنرمنده انجلینا جولي د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره ټولنیزو رسنیو ته را ووتله. هغه چې تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله نه وه، انستاګرام ته راغله.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان انجلینا جولي ته د یوې افغانې نجلۍ لیکل شوی لیک خپور کړی چې هغې په کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ژوند، ویرې او‌ اندېښنو په اړه لیکلي او ویلي «موږ یو ځل بیا زنداني شوو».

د دغې افغانې نجلۍ نوم او موقعیت ښکاره شوی نه دی. هغې لیکلي: « د طالبانو تر راتګ مخکې... موږ حقوق لرل، د خپلو حقوقو څخه به مو ازادانه دفاع کولای شوای. خو کله چې هغوی راغلي موږ ټول ډارېدلي یو او فکر کوو چې ټول ارمانونه مو خاورې شول.»

انجلینا جولې په خپل انستاګرام کې لیکلي دي چې یوې افغانې ماشومې ورته دا لیک استولی دی. هغې د دغه لیک یوه برخه هم خپره کړې ده چې په کاغذ باندې په قلم او انګلیسي ژبې لیکل شوی.

انجلینا جولي وايي: « د ډېر وخت او پېسو له مصرفولو، وینې تویدنې او نورو ډېرو انساني تلفاتو څخه وروسته دې وضعیت ته رسېدل، ناکامي ده چې درک کول یې تقریبآ نا ممکن دي.»

انجلینا جولي
انجلینا جولي

د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر نن شنبه اګست ۲۱ (زمري ۳۰) کابل ته تللی چې د طالبانو د یو جګپوړي غړي په وینا په افغانستان کې د "ټول شموله" حکومت په جوړیدو خبرې وکړي.

د طالبانو دغه جګپوړي غړي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی برادر د جهادي مشرانو او سیاستوالو سره د ټول شموله حکومت په جوړیدو خبرې او مجلسونه وکړي.

ملا برادر تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې د مرکچي پلاوي مشري کوله او د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د یو شمیرو نورو طالبانو سره یو ځای کندهار ته ولاړ.

سره لدې چې طالبانو ویلي دا ځل به یې حکومت د پخوا په پرتله "ټول شموله" وي خو پدې هکله یې ډیر جزیات ندي ورکړي چې په حکومت کې به یې څوک څوک برخه ولري.

د رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی دی چې ملا برادر د نوي حکومت جوړېدو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی..

د طالبانو د ډلې مرستیال ملا غني برادر
د طالبانو د ډلې مرستیال ملا غني برادر

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG