د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د یوګاندا د بهرنیو چارو وزارت وایي لا هم د افغانانو د منلو په اړه له واشنګټن سره کومې نهايي پرېکړې ته رسېدلي‌ نه دي او خبرې روانې دي.

د یوګاندا د بهرنیو چارو وزیر حاجی ابوبکر ادونګو جیجي وویل چې هېواد یې د ۲۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو د ساتلو ظرفیت لري.

دا خبره داسې مهال کیږي چې د یوګاندا حکومت د سه شنبې په ورځاګست ۱۶ (زمري۲۵)‌ اعلان وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه غوښتنه یې منلې ده چې ۲۰۰۰افغان کډوال په موقت ډول ومني.

یوګاندا د افریقا په لویدیځ کې ده او دا مهال شاوخوا ۱.۴میلیون کډوال په دغه هېواد کې اوسیږي. په دوی کې یې ډېر هغه خلک دي چې د جګړو له کبله یې خپل هېوادونه پرېښي او تښتېدلي‌ دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ‌چې د یوګاندا د کډوالو او طبعي پېښو سره د مبارزې وزیرې «ایشتر انیاکون داوینیا» خبریالانو ته ویلي: « تر څو چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هغوی (افغان کډوال) په بل ځای کې مېشت کوي، تر دریو میاشتو پورې به دلته وي.»

اوس دا اندېښنه هم شته چې ښايي په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت په افریقا باندې هم بد اغیز وکړي. ځينې په دې فکر دي‌ چې ښايي په افغان کډوالو کې ځینې اورپکي هم داخل شوي‌وو او بیا بریدونه وکړي.

افغان کډوال
افغان کډوال

وسله والو طالبانو په ننګرهار کې د «انعکاس تلویزون» د مشر زلمي لطفي په کور چاپه وهلې او د هغه «موټر او د دفتر وسائیل» وړي‌ دي.

د ژورنالستانو نړیواله فدراسیون او د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې دا برید غندلی دی او له طالب مشرانو څخه یې غوښتي دي‌ چې رسنیو ته درناوی وکړي.

دا ټولنه وايي د پردې تر شاه «د خبریالانو د کورونو پلټل او په مطبوعاتو او خبریالانو باندې بریدونه روان» دي.

تر دې مخکې د انعکاس په راډیو تلویزون نور بریدونه هم شوي وو او د «ملاله میوند» په ګډون یې یو شمېر کارکوونکي وژل شوي او ژوبل شوي هم دي. لا طالبانو نه دي ویلي چې ولې یې د هغه په کور چاپه اچولې ده.

تردې مخکې هم د انعکاس په تلویزون بریدونه شوي وو او ځینې کارکوونکي یې وژل شوي‌وو
تردې مخکې هم د انعکاس په تلویزون بریدونه شوي وو او ځینې کارکوونکي یې وژل شوي‌وو

عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن یکشنبه اګست ۲۲ (زمري ۳۱) پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ رئیس و.

عزیز الله فضلي تر دې مخکې هم د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال او تر هغه وروسته د څه وخت لپاره د کرکټ بورډ رئیس پاتې شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د وروستي پړاو تمرینات پیل کړي دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس تمه ده چې ډېر ژر به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کولو په موخه سریلانکا هېواد ته سفر وکړي.

افغانستان مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو او دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع نن یکشنه اګست ۲۲ (زمري ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې تر دوو ورځو په دغه هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي تابع زیاته کړه چې د «نوي حکومت» په رامنځته کې سره مالي او اقتصادي چارو ته د رسېدو په هدف د مالیې وزارت د رهبرۍ په کچه یو کمېسیون رامنځته شوی او په دې اړه یې خپل کار پيل کړی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG