د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

په کابل کې د امریکا سفارت د ټولو هغو کسانو نه چې د امریکا تابعیت، په امریکا کې د دایمي اوسیدو قانوني سند (ګرین کارت) ولري، یا یې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته غوښتنلیک سپارلی وي او یا هم د متحده ایالاتو د حکومت سره تړاو لري، تر هغه وخته دې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته نه ورځي تر څو یې چې د سفارت لخوا ځانګړې لارښونې تر لاسه کړې نه وي.

د سفارت په اعلامیې کې ویل شوي، "‎که تاسو د ( ایس آي وي او یا پي ون /پي ټو – SIV- P1/P1)) پروسه پیل کړي وي، نو تاسې ته به د راتلونکو مرحلو اړوند لارښوونې درکړل شي. خو د مهربانۍ له مخي پوه شئ چې ممکن دا پروسه اوږده موده په بر کي ونیسي."

‎ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي، "که تاسو د پورتنیو ډلو برخه نه یاست ، مګر د افغانستان پریښودو په لټه کې یاست او د وتلو لپاره د یوې شخصي هڅې برخه یاست ، مهرباني وکړئ تر هغه وخته پورې هوایی ډګر ته مه راځئ تر څو مو چې زموږ د الوتنې تنظیم کونکو له خوا د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر ته د ورتګ ځانګړي لارښوونې ترلاسه کړي نه وي ."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو او په سوله ییزه توګه د واک د لیږد څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده، وویل تهران د پخوا په څیر "د افغانستان سره همکارۍ ته تیار دی".

ښاغلي خطیب‌زاده په افغانستان کې د ټولو ډلو او سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل چې "د زور زیاتي نه" ډډه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې مشر احمد مسعود، د طالبانو سره د مذاکرې په هیله په پنجشیر کې د رویترز اژانس ته ویلي چې که د طالبانو ډله د پنجشیر د نیولو اقدام وکړي، هغوی به هم وجنګیږي.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس وایي امریکا باید د افغانستان څخه د امریکایانو او د ګواښ سره مخامخو افغانانو د ایستلو په بهیر باندې تمرکز وساتي.

هغه وايي‌ چې د کابل د هوایي ډګر په ګډوډیو باندې د انتقادونو او پوښتنو له کبله باید پدې بهیر باندې تمرکز ونه ځنډول شي.

میرمن هریس د دوشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي لومړۍ نیټه) په سینګاپور کې په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ خو وویل: "...باید ټینګه ارزونه وشي چې څه پیښ شول، خو اوس د پوښتنې ځای ندی پاتې او باید د امریکایانو، هغو افغانانو چې مونږ سره یې کار کړی او ښځو او ماشومانو په ګډون د ګواښ سره مخامخو افغانانو په ایستلو تمرکز وشي."

د ولسمشر بایډن حکومت د کابل په هوایي ډګر کې د هغه ګډوډۍ او کنترول څخه وتلې ګڼې ګوڼې په وجه چې د انتقال د بهیر په نتیجه کې رامنّته شوی هم د جمهوري غوښتونکو او هم د هغه د خپل ګوند دموکراتو سیاستوالو له لورې د سختو انتقادونو سره مخامخ شوی.

بریتانیا وايي د جي-۷ هېوادونو په غونډه کې به د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وغواړي‌ چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د اېستلو موده وغځوي.‌

بریتانیا وايي دا غوښتنه د دې لپاره کوي چې له افغانستان څخه د لویدیځو هېوادونو د وګړو او د هغوی د همکارانو د اېستلو بهیر بشپړ شي.

د جي-۷ غونډه په را روانو څو ورځو کې ده چې د نړۍ رهبران به په کې پر افغانستان وغږیږي.

امریکایي چارواکي وايي‌ چې د اګست تر ۳۱ پورې به له افغانستان څخه ټول عسکر وباسي.

د بریتانیا د وسله وال پوځ وزیر جیمز هیپي وايي که امریکا دا بهیر رهبري کوي، د اګست تر ۳۱ به دا ماموریت بشپړ نشي.

نوموړي وویل چې باید په دې اړه له طالبانو سره هم خبرې وشي او هغوی ته به دا فرصت په لاس ورشي چې نړیوال سیستم ته داخل او له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي.

خو د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین سکاۍ نیوز ته ویلي دي چې دغې غوښتنې ته د دوی ځواب منفي دی.

هغه وویل: «دا سور خط دی. ولسمشر بایډن اعلان کړی دی چې د اګست په ۳۱ به ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. که هغوی دا تاریخ غځوي، دا د اشغال د غځولو په مانا ده چې هېڅ اړتیا ورته نشته.»هغه خبرداری ورکړ چې دا کار به عواقب ولري.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG