د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د طالبانو ډلې په افغانستان کې د اګست میاشتې د ۳۱ څخه اخوا د بهرنیو ځواکونو د شتون د غځولو امکان رد کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین، د بریتانیا د سکای نیوز له شبکې سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د اګست له ۳۱ وروسته د بهرنیو پوځیانو شتون طالبانو ته سره کرښه ده.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي د افغانستان څخه د امریکایانو او ګواښ سره مخامخو افغانانو د ایستلو عملیات ښایي وخت ونیسي.

ښاغلي بایډن ویلي چې که اړتیا وي امریکایي پوځیان به ددغې بهیر د بشپړولو لپاره حتط د اګست له ۳۱ وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.

د افغانستان ملي بیرغ به سبا د سه شنبې په ورځ د توکیو د پارالمپیک سیالیو د پیل د مراسمو په رسم ګذشت کې پداسې حال کې وښودل شي چې ددې هیواد ورزشکاران د سیالۍ لپاره توکیو ته نشي رسیدلی.

د پارالمپیک نړیوالې کمیټې رئیس انډریو پارسنز، د دوشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) وویل چې دا کار به د "پیوستون د نښې" په توګه کیږي.

ښاغلي پارسنز وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنر د دفتر استازي به د لوبو د پرانستلو د مراسمو پرمهال د توکیو په ملي لوبغالي کې د افغانستان بیرغ پورته کړي. دا هماغه لوبغالی دی چې د ۲۰۲۰ کال د دوبي د المپیک افتتاحيه مراسم په کې د جولای په ۲۳ ترسره شول.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د هیواد د کنترول د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان څخه د پارالمپیک دوه لوبغاړي چې ټاکل شوې وه بدغو سیالیو کې برخه واخلي نشي کولی توکیو ته ورسیږي. دا دوه افغان ورزشکاران د پارا ټیکوانډو لوبغاړې ذکیه خدادادي او د ډیسک وهونکی حسین رسولي دي.

پداسې حال کې چې د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نیټې ته یوازې ۸ ورځې پاتې، امریکایي ځواکونو د افغانستان نه د کسانو د ایستلو بهیر چټک کړی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دوشنبې په ورځ ، اګست ۲۳ (وږي۱) یوازې په ۱۲ ساعتونو کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر څخه ۱۰۹۰۰ کسان په الوتکو کې ایستل شویدي.
امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راپدیخوا چې د افغانستان نه د تخلیې پرواګرم یې پیل کړی تر اوسه یې ۵۳ زره کسان په الوتکو کې ایستلي دي.

پنټاګان ویلي چې ایستل شوي کسان امریکایي اتباع، هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره یې د ژباړونکو په توګه یا نورو دندو کې کار کړی او د ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي و او یا هغوي و چې د په غیرې دولتي مؤسسو، مطبوعاتو او یا نور دندو کولو په خاطر د طالبانو د بریدونو د خطر سره مخ و.

د پنټاګان ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د تخلیې د عملیاتو تمرکز به دا وي چې دا بهیر د روانې اګست د میاشتې تر ۳۱ مې بشپړ شي.

د امریکا د حکومت یو چارواکي ویلي ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کېدو یا نه پاتې کیدو په هکله پریکړه وکړي.

جو بایډن د سه شنبې په ورځ د جي ۷ هیوادونو د مشرانو سره د افغانستان په هکله په آنلاین غونډه کې برخه اخلي. یو شمیر اروپایي هیوادونو وار د مخه د امریکا نه غوښتي چې خپل ځواکونه دې د روانې میاشتې په ۳۱ مې نه باسي.

دوو امریکایي چارواکو ویلي هیله دا ده چې امریکا به د تخلیې بهیر د اګست د ۳۱مې نه وروسته هم روان وساتي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارات یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د هغو افغانانو لپاره د امریکا ژمنې د اګست په ۳۱ مې پای ته نه رسیږي چې ژوند یې په خطر کې وي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG