د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

په بریتانیې کې د ټیلیګراف ورځپاڼې د یوې حکومتي سرچینې په حواله لیکلي چې حکومت په یو وړاندیز بحث کوي چې افغانستان په تور لیست کې شامل کړي. که دا کار وشي، چارواکي به اجازه ولري هغه کسان چې تر لسو کالو پورې بندي کړي که ثابته شي چې افغانستان ته یې سفر کړی.

د ټیلیګراف د ورځپاڼې په راپور کې د سرچینې له قوله ویل شوي، " مونږ په اوس وخت کې په ټولو موجودو لارو چارو کار کوو چې آینده کې څرنګه پر مخ ولاړ شو. "

ټاکل شوې بله اوونۍ پدې وړاندیز خبرې وشي.

په بریتانیې کې دا پرمختګ پداسې وخت کې مخې ته راځي چې څه باندې یوه اوونۍ کیږي طالبانو په کابل کې واک نیولی.

طالبانو څه باندې یوه اوونۍ کیږي چې کابل یې نیولی.
طالبانو څه باندې یوه اوونۍ کیږي چې کابل یې نیولی.

سپینه ماڼۍ وایي وایي چې متحده ایالات د تخلیې د بهیر په هکله هره ورځ د طالبانو سره په اړیکه کې ده.

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان د دوشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي۱) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل "مونږ هره ورځ د سیاسي او امنیتي چینلونو د لارې د طالبانو سره په اړیکه کې یو.

سره لدې چې امریکایي چارواکي وایي کوښښ کوي د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې نیټې د افغانستان نه د تخلیې بهیر بشپړ کړي خو اروپایي متحدینو ویلي چې دا کار شونی ندی او د امریکا نه یې غوښتي چې تر دې نېټې وروسته دې هم خپل عسکر په کابل کې پریږدي.

په امریکا کې د کورونو د کرایه ورکولو د اسانتیاو مشهور شرکت «ایربي ان بي- Airbnb» وايي‌ چې ۲۰۰۰۰ افغان کډوال په موقت ډول به وړیا توګه ځای په ځای کوي.

د دغه شرکت اصلي مرکز په امریکا دی او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم فعالیت لري.

د دغه شرکت اجرايي مشر براین چیسکي نن سه شنبه اګست ۲۴ (وږي۲) په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ایربي ان بي به نن په نړۍ کې په وړیا ډول په کورونو کې د ۲۰۰۰۰ افغان کډوالو ځای په ځای کول پیلوي.»

نوموړي ویلي دي‌ چې دوی د دغو افغانانو د اوسېدو لګښت ورکوي او له خلکو یې هم غوښتي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه لیکلي‌ دي چې د افغانانو بې ځایه کول او بیا ځای په ځای کول «زموږ د عصر یو لوی بشري ناورین دی» او خلک باید په دغه برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د دغه شرکت اصلي‌ کار سیلانیانو،‌ کورنیو او نورو اړوندو کسانو ته په نړیواله کچه د کورونو په موندولو او کرایه کولو کې مرسته کول دي چې میلیونونه مشتریان لري.

د امریکا پوځ‌ وايي‌ د جولاۍ له میاشتې راهېسې یې د کابل له هوايي‌ ډګر څخه شاوخوا ۵۳زره کسان اېستلي دي‌ چې یوشمېر امریکایي اتباع هم په کې وو.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم یو شمېر لوبغاړو د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي۲) د لوبې د میدان څخه بهر یوه "مهمه بریا" ترلاسه کړه او د څه دپاسه ۷۵ کسانو په ډله کې په یو پرواز کې له کابل څخه ووتلې.

د نړیوال فوټبال د لوبغاړو اتحادیې FIFPRO د آسټرالیا له حکومت څخه مننه وکړه چې ددغو لوبغاړو، د لوبډلې د چارواکو او د هغوی د کورنۍ د غړو ایستل یې ممکن کړي دي.

دغې اتحادیې په یو بیان کې وویل: "دغه ځوانې میرمنې، د ورزشکارانو او فعالینو په توګه، د ګواښ سره مخامخ دي او په نړیواله کچه د دوی د هم مسلکانو په توګه د هغوی په استازیتوب مونږ له نړیوالې ټولنې مننه کوو چې د دوی مرستې ته یې دانګلي."

افغانه لوبډله په ۲۰۰۷ م کال کې په داسې یو هیواد کې جوړه شوه چې د ښځو له خوا ورزش کولو ته د طالبانو په وړاندې د یوه سیاسي عمل په توګه کتل کیدل.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG