د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ

ملګري ملتونه وایي د ژمي د موسم په رارسیدو سره د غذایي موادو د مرستو کمښت افغانستان د یوې بشري غمیزې خواته بیایي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام نن د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي دوهمه) وویل چې د ۱۰ ورځو راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی دوی توانیدلي چې ۶۰۰ ټنه غذایي توکې او په غذایي موادو بار ۱۶ لارۍ افغانستان ته وارد کړي چې په سخت ژمي کې له خلکو سره مرسته وشي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې سیمه ییزې مسولې انتیا ویب، خبریالانو ته وویل چې د غذایي موادو نړیوال پروګرام اړمندو کسانو ته د غذایي توکیو د رسولو لپاره د وخت له کمښت سره مخامخ دی.

مجاهد: ښځینه کارکوونکې دې اوس په کورونو کې پاتې شي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن اګست ۲۴ (وږي دوهمه) په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې کارونو او دندو ته د افغان ښځو د بیا ګرځولو لپاره په یو طرزالعمل باندې کار کوي.

هغه وویل چې د وزارتونو او ریاستونو امنیتي مسولین تبدیلیږي او هغوی «ډېر روزل شوي نه دي او موږ ویره لرو» چې له ښځینه کارکوونکو سره کوم داسې چلند ونشي چې وځوریږي او وکړیږي.

هغه وویل چې ښځې باید د ښه امنیت تر تامېندو او کاري طرزالعمل تر جوړېدو پورې په کورونو کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه چې کارکوونکي غیر حاضر نه حسابیږي، منفک کیږي نه او په خبره یې معاشونه به یې هم ورکړل شي.

جي ۷: طالبان باید د کابل هوایي ‌ډګر ته خوندي تګ تضمین کړي

د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي چې جي ۷ ډلې یا د نړۍ اوو سترو اقتصادي هیوادونو هوکړه کړې چې طالبان باید د اګست تر ۳۱ وروسته د هغو کسانو خوندي تګ تضمین کړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي جانسن د یادې ډلې په یوې بیړنۍ غونډه کې چې نن د اګست ۲۴ ( وږې دویمه) جوړه شوه وویل چې هغه او همکارانو یې په یوې داسې لارې توافق کړی چې په هغې کې به ((موږ په راتلونکې کې د طالبانو له ډلې سره تعامل وکړو. ))

خو نوموړي زیاته کړه چې د خوندي وتلو د تضمین لومړی شرط د اګست تر لومړی او له هغه هاخوا وو.

بریټانیا وايي چې له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا له جمهور رئیس جوبایډن څخه وغواړي‌ چې د اګست د ۳۱ ضرب العجل تمدید کړي.

فرانسې هم له متحده ایالتونو څخه ورته غوښتنه کړېده.

خو له دې سره سره د امریکا جمهور رئیس د جي اوه له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا کار به ونکړي‌ او د اګست ۳۱ نیټه به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وروستی تاریخ وي.

د طالبانو ویاند وویل امریکایانو ته یې پیغام دادی چې خپل ټول اتباع تر همدې نیټې پورې، ( اګست ۳۱) له افغانستان څخه وباسي ځکه هم امکانات لري، هم الوتکې لري او هم هوایي ډګر یې په واک کې دی.

هغه زیاته کړه تر دی زیات د افغانانو د ایستلو اجازه نه ورکوي‌ او نه هم د هغوی په وتلو خوښ دي.

ذبیح الله مجاهد همدارنګه زیاته کړه د اګست له ۳۱ وروسته به امریکایانو ته په افغانستان کې اجازه ورنکړي او په وړاندې به یې دریځ غوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ ( وزې ۳) وویل چې د واشنګټن په وخت د چهار شنبې له غرمې وروسته به له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو د وتلو په بهیر خبري وکړي.

ښاغلي بلینکن په یوه ټویټ کې وویل چې له افغانستان څخه به په بشپړ ډول د وتلو څخه د پراخ ملاتړ مسله هم د هغه د چهار شنبې د وینا یوه برخه وي.

بلخوا د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ خبرداری ورکړ په هر اندازه چې امریکایي قواوي ډیرې په کابل کې پاتې شي په هماغه اندازه د داعش - خراسان د برید له تهدید سره مخ کیدلی شي

له افغانستان څخه د نړیوالو قواوو د وتلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس او بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې بیان کیږي چې امریکایي مقامات وايي هڅه کوي ټول امریکایي اتباع او د هغوی افغان همکاران په ټاکل شوي ضرب الاجل یعني د اګست تر ۳۱ له افغانستان څخه وباسي.

خو یو شمیر غربي هیوادونه لکه فرانسه او بریټانیا د ټاکل شوي ضرب الاجل د غځیدو غوښتونکي دی او ټینګار کوي چې ددې تاریځ غځول یوه اړتیا ده.

دا په داسې حال کې طالبان وایي د ضرب الاجل تمدید یو اړخیز اقدام دی او د اشعال د دوام معني ورکوي.

د طالبانو ویاند وویل امریکایانو ته یې پیغام دادی چې خپل ټول اتباع تر همدې نیټې پورې، ( اګست ۳۱) له افغانستان څخه وباسي ځکه هم امکانات لري، هم الوتکې لري او هم هوایي ډګر یې په واک کې دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG