د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ ( وږې ۳) وویل چې د امریکا د ختیځ په وخت د سهار له ۳ بجو څخه بیا د غرمې تر ۳ بجو پورې د کابل له هوایي ‌ډګر څخه د نظامي الوتکو په مرسته کابو ۱۲ زره کسان ایستل شوي دي.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا کسان د امریکا د ۱۹ نظامي الوتکو ، او د امریکا د متحدینو د ۳۱ پروازونو په مرسته له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې د جولای له وروستیو څخه تر اوسه پورې په مجموع کې ۷۵ زره و ۹۰۰ کسان د کابل له هوایي ‌ډګر څخه ایستل شوي چې ۷۰ و اوه سوه کسان یې د اګست له ۱۴ راپدیخوا له افغانستان څخه بهیر ایستل شوي دي.

د نړیوال بانک ویاند ویلي دي وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو، د یاد بانک رهبري پلاوي، د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ د افغانستان د وضعیت تر ارزولو وروسته پریکړه وکړه چې له هغه هیواد سره پولي پرداختونه بندې شي.

د نړیوال بانک ویاند زیاته کړه، دا بانک د افغانستان د اوسني وضعیت او همدارنګه د رشد د راتلونکې او په ځانګړې ډول د میرمنو په اړه "ژوره اندیښنه" لري.

د نړیوال بانک دې چارواکي زیاته کړه، دا بانک به له نړیوالې ټولنې او خپلو پراختیايي شریکانو سره د افغانستان د اوسني وضعیت او په هغه هیواد کې د لاسته راوړنو د ساتلو په اړه سلا مشورو ته دوام ورکړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د اګست په ۱۵ نیته کابل ونیو، بهرنیو مرسته کوونکو اعلان وکړ چې لږ تر لږه د لنډ وخت لپاره له افغانستان سره خپلې مرستې بندوي.

د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک په میلیاردونو ډالره یې چې اوسمهال د نیویارک ښار په فدرالي زیرمو کې دي، کنګل کړي دي.

د پیسو نړیوال صندوق، IMF هم د ۴۵۰ میلیونو ډالرو څخه چې ټاکل شوېده په همدې اوونۍ کې د افغانستان حکومت ته سپارل شوي وای، ځنډولي‌ دي.

جرمني هم اعلان کړی ددې هیواد هغه ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته ورکړل شي، نه ورکول کیږي.

ډبلیو اف پي: افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره پکار دی

د نړۍ خوراکي پروګرام ډبلیو اف پي وايي په داسې حال کې چې افغانستان د ژمي فصل ته داخلیږي، د هغه هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره حد اقل ۲۰۰ میلیونو ضرورت لري.

د نړۍ د خوراکي پرورګرام مرستیال انډرو پترسن له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې د جګړو او کرونا ویروس له امله کابو ۲۰ میلیونه کسان مرستو ته ضرورت لري.

انډرو پټرسن وویل:" همدا اوس، لکه څنګه چې ما وویل، دا د مرستو د دوام په اړه دي. موږ همدا اوس ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته ضرورت لرو څو په خپلو زیرمو کې ذخیره وکړو."

ښاغلي پټرسن زیاته کړه، اوسمهال په ټول افغانستان کې په خپلو زیرمو کې ۲۰ زره مټریکه ټنه خوراکي‌ مواد لري او ۷۰۰۰ ټنه نور د راتلو په حال کې دي. خو هغه زیاته کړه ددې لپاره چې دا مواد د ډسبمر تر پایه ورسیږي او د افغانستان د خلکو ته خواړه برابر شي، نو ۵۴ زره متریکه ټنه نور خوراکي توکي هم همدا اوس پکار دي.

جنوبي کوریا د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ اعلان وکړ چې غواړي کابو ۳۸۰ افغانان له کابل څخه وباسي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي ډیری دغه کسان چې له خپلو کورنیو سره ایستل کیږي هغه افغانان دي چې په افغانستان کې یې د جنوبي کوریا له فعالیتونو سره همکاري‌ کړېده.

ښاغلي چوي جانګمون وویل:" زموږ حکومت د روانې میاشتې په پیل کې پریکړه وکړه چې هغوی زموږ په هیواد کې قبول کړي، دا زموږ د هغو افغان همکارانو په وړاندې اخلاقي مسولیت دی کوم چې په خطر کې دي. همدارنګه د بشري حقونو په برخه کې د یوه مخکښ هیواد او د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه دا زموږ مسولیت دی."

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چوي جانګمون ویلي دا د حکومت "اخلاقي مسولیت" دی چې یاد افغانان وباسي.

د ښاغلي جانګمون په وینا:" زموږ حکومت هڅه کوي‌ د سیمه ایزو کارمندانو په ګډون ۳۸۰ هغه افغانان راانتقال کړي‌ کوم چې په افغانستان کې یې زموږ له فعالیتونو سره مرسته کړېده. د هغوی میرمنې، واړه ماشومان او پلارونه او میندې هم راوستل شي. هغوی اوس د کابل هوایي ډګر ته داخلیږي او سبا به د انچیون هوایي ډګر ته په یوې نظامي الوتکه کې راورسیږي."

نوموړي وویل یاد کسان به تر رارسیدو وروسته حکومتي محلاتو ته ولیږدول شي او هلته به د کرونا ویروس قرنطین پیل کړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG