د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

روسیه افغانستان ته څلور الوتکې استوي څو له دغه هیواد څخه خپل سلګونه اتباع وباسي.

د روسیې انټرفکس خبري آژانس د هغه هیواد د دفاع وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شویده دا الوتکې د هغه هیواد ۵۰۰ اتباع له افغانستان څخه وباسي.

روسیه د نړۍ یو تر ټولو وروستی هیواد دی چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته هڅه کوي خپل اتباع له دغه هیواد څخه وباسي.

سلګۍ له کابله د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومې پایلې اعلان کړې.

د یادو پایلو له مخې سلګۍ د موسی خان لور د ۱۴۰۰ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو په اساس سلګۍ د ۳۵۲ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل طب پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.

نوموړې په کابل کې د اکبر خان پامیر لیسې زده کوونکې وه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د اعلان له مخې حسام الدین له کابل ولایت څخه د ۳۵۲ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۴۰۰ کانکور د دوهم نمره په توګه د کابل طب پوهنتون ته بریالی شوی دی.

نوموړی د کابل ولایت د غلام محمد غبار لیسې زده کوونکی و.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل له هوایي ډګر څخه ۱۹ زره کسان د امریکایي پوځي الوتکو په ۴۲ پروازونو او د ایتلاف د پوځي الوتکو په ۴۸ پروازونو کې له افغانستان بهیر انتقال شوي دي.

د هغو شمیرو له مخې چې سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) خپرې کړي د اګست د میاشتې له ۱۴ څخه تر اوسه ۸۲ زره بهرني اتباع او د ګواښ سره مخامخ افغانان له افغانستان څخه بهر ته انتقال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونسف" وایي د طالبانو له لورې د کابل د نیولو وروسته په لومړۍ اونۍ کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کچه ډیره ټیټه شوې او دغه سازمان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د موجود واکسین د نیمایي برخې د کارولو نیټه ډیر ژر په ختمیدو ده.

د یونسف یو ویاند د رویترز اژانس ته ویلي چې د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې "د هغو کسانو شمیر ۸۰ فیصده راټیټ شوی چې د کروناویروس ضد واکسین یې ترلاسه کاوه."

د یونسف د شمیرو له مخې چې د روغتیا د نړیوال سازمان د کوواکس پروګرام همغږي کوي د اګست د ۱۵راوروسته اونۍ کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې یواځې ۳۰۵۰۰ تنو واکسین کړی دی، پداسې حال کې چې دغه شمیر ددې نیټې څخه یوه اونۍ مخکې په ۳۰ ولایتونو کې ۱۳۴۶۰۰ تنه وه.

د یونسف ویاند وایي د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو په ګډون د افغانستان د روغتیایي چارو له ټولو کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندو ته حاضر شي او زیاته یې کړه چې: "دغه کمیدنه د درک وړ ده، ځکه د ګډوډیو، نښتو او بیړنیو شرایطو کې خلک لومړی خپل مصونیت او امنیت ته لومړیتوب ورکوي."

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG