د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د تاجیکستان ولسمشر ویلي دي چې که د افغانستان حکومت ټول شموله نه وي او د هغه هیواد د ټولو پرګڼو او ډلو استازیتوب ونکړي، تاجیکستان به یې په رسمیت ونه پیژني.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) د طالبانو ډله د پراخ بنسټه نظام په جوړولو کې په ځبلو ژمنو کې په پاته راتللو او د اسلامي امارت د جوړولو په هڅه تورنه کړه.

ښاغلي رحمان دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنه کې بیان کړه. ښاغلی قریشي د افغانستان د وضعیت په هکله د بحث لپاره تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ته په درې ورځني سفر تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره د سیمې هیوادونو ته د قریشي د سفر په هکله ویلي دي چې د اسلام آباد په باور د افغانستان ګاونډیان په افغانستان او سیمې کې د سولې، امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

د تاجیکستان د جمهوري ریاست دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: "واقعیتونه په څرګنده ښیي چې طالبان خپلې ژمنې ماتوي او د نورو سیاسي اړخونو په پراخ مشارکت سره د موقت حکومت د جوړولو لپاره په خپلو ژمنو عمل نکوي او د اسلامي امارت د جوړولو لپاره تیاری نیسي."

د اوګاندا حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ۵۱ کسان چې له افغانستان څخه انتقال شوي د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) دغه هیواد ته رسیدلي دي.

پدغه اعلامیه کې ویل شوي چې پدې ډله کې نارینه، ښځینه او ماشومان شامل دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې جزییات ندي ورکړي.

د طالبانو له لورې د کابل له نیولو او د افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او له ګواښ سره مخ کیدونکو افغانانو د انتقالولو د عملیاتو د پیل وروسته اوګاندا اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو په غوښتنه حاضر دي چې ۲۰۰۰ افغانانو ته په موقتي توګه په هیواد کې پناه ورکړي.

د یوګاندا مقاماتو ویلي چې دغه کسان به د اسنادو د پړاونو له تیرولو وروسته بل هیواد ته انتقال شي، خو د کوم ځانګړي هیواد نوم یې یاد نکړ.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې له افغانستان څخه ۸۲۳۰۰ کسان بهر انتقال شوي دي.

ښاغلي بلینکن د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې یواځې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ زره کسان له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان د امریکایانو ایستل لومړیتوب لري او د هغه په وینا د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایان له افغانستان څخه بهر انتقال شوي دي. هغه وویل د اګست له ۱۴ څخه دمخه په افغانستان کې ۶۰۰۰ امریکایان شتون درلود.

د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو یو شمیر غړو د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ته د یو لیک په استلو له هغه غوښتي دي چې ډیر ژر له افغانستان څخه د امریکا د رسنیو د نړیوالې ادارې "USAGM" د پاتې خبریالانو او د هغوی د کورنیو د غړو راایستل تضمین کړي.

د امریکا د رسنیو نړیواله اداره یوه خپلواکه فدرالي اداره ده چې پکې امریکا غږ، د ازادۍ اروپا راډیو/ ازادي راډیو او څو نورې خبري رسنۍ شاملي دي‌ او په نړۍ کې د ازادو مطبوعاتو د اصولو ملاتړ کوي.

په هغه لیک کې چې د امریکا د سنا او استازو خونو د یو شمیر غړو له خوا لاسلیک شوی، د زرګونو امریکایي اتباعو، د دریمو هیوادونو د وګړو او له خطر سره د مخو افغانانو د خوندي ایستلو په اړه د امریکا د حکومت له هڅو مننه شوې ده.

د ګانګرس غړو په دې لیک کې ویلي، دا ورته جوته شوې چې حکومت له نیویارک ټایمز، واشنګټن پست او وال سټریټ ژورنال سره په نږدې اړیکه کې هڅه کوي د هغوی ټول ۲۰۴کارکوونکي په خوندي شکل له افغانستان څخه وباسي.

په دې لیک کې زیاته شوې "له همدې امله پر تاسې تینګار کوو چې د USAGM پنځه سوه و پنځوس کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي له هغو خبریالانو متفاوت ندي چې تاسې یې د خوندي ایستلو لپاره هڅه کړې ده."

په لیک کې ویل شوي، دا هغه نارینه او میرمنې دي چې د امریکا او افغانستان د خلکو په استازيتوب یې د بشري حقونو او بیان د ازادۍ لپاره کار کړی دی.

په لیک کې لیکل شوي، هغوی د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله د طالبانو له تهدید سره مخ وو او مخ کیدای شي "هغوی باید په خوندي شکل راوستل شي" او له تاسې غواړو چې د هغوی خوندي راتګ تضمین کړئ.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG