د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

پنټاګان: د اګست په وروستیو دوه ورځو کې د امریکایي سرتیرو ایستلو ته لومړیتوب ورکول کیږي

د امریکا دفاع وزارت "پنټاګان" وایي هغوی به د اړتیا په صورت کې د اګست تر ۳۱ نیټې پورې له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړي، خو د روانې میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې به د امریکايي پوځیانو ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

اوسمهال کابو ۵۴۰۰ امریکایي پوځیان د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې میشت دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ویلي، د امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو په برخه کې به د طالبانو د همکارۍ د دوام په صورت کې ، د روانې میلادي میاشتې تر پایه د کابل په نړیوال هوایي ‌ډګر کې د امریکایي سرتیرو شمیر صفر ته ورسیږي.

بلخوا د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلیم ټیلر د اګست په ۲۵ وویل، اوسمهال څه باندې لس زره کسان د کابل په نړیوال هوایي ‌ډګر کې منتظر دي چې له هغه هیواده ووځي.

د امریکا دفاع وزیر لائید آسټن له خوا په یوه یاداشت کې د پوځ ټولو سرتیرو ته امر شوی چې ډیر ژر د کرونا واکسین واخلي.

دا امر دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې د فایزر واکسین تائید ورکړ څو د امریکا د پوځ څه باندې ۸۰۰ زره، نه واکسین شويو غړو ته د واکسین زمینه برابره شي.

د امریکا د دفاع وزیر په دې یاداشت کې ندي ویل شوي چې د واکسین کیدو بهیر دې څه وخت تکمیل شي خو له نظامي برخو غوښتل چې په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه په منظم ډول معلومات ورکړي.

دفاع وزیر لائید آسټن په دې یاداشت کې ویلي:" د هیواد د دفاع لپاره، موږ باید صحتمند او چمتو ځواک ووسو."ښاغلي اسټن زیاته کړې:"له صحي کارپوهانو او نظامي رهبري سره تر دقیقو مشورو او د جمهور رئیس له ملاتړ سره ما د پوځ د خوندي ساتلو او د امریکا د خلکو د ساتلو په هدف د کرونا ویروس واکسین جبري کیدل ضروري وګاڼه."

ټاکل شوېده امریکا پوځ په خپله امریکا او ټوله نړۍ کې پوځیانو ته واکسین تطبیق کړي. د پوځ غړي کولی شي په خپله خوښه هم د واکسین یوه محل ته ولاړ شي.

د امریکا د ملي ګارډ د پوځیانو واکسین ممکن ډیرې ننګونې رامنځ ته کړي ځکه هغوی په ټوله امریکا کې تیت او پرک دي او په میاشت کې یو ځل د ټرینینګونو لپاره راغونډیږي.

په دې امر کې یوازې د فایزر واکسین تطبیق کیدلی شي. موډرنا هم اف ډي اې یا د امریکا د درملو او خوړو ادارې ته د خپل واکسین د تطبیق کولو درخواست کړی دی. جانسن اند جاسن ویلي هغوی هیله من دي چې د روان کال په وروستیو کې درخواست ورکړي.

پنټاګان ویلي د اګست تر ۱۸ نیټې پورې د ملي ګارډ څه باندې یو میلیون غړي او احتیاطي پوځیان په بشپړ ډول واکسین شوي دي او کابو دوه سوه و پنځوس زره نورو حد اقل یو ډوز اخیستی دی.

خو څه باندې ۱.۳ میلیون نور پوځیان او کابو اته سوه زره د ملي ګارد او احتیاطي ځواکونه لا پاتې دي.

سپینې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ ( وږې دریمه) ویلي امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د SIV پر شرایطو برابر کسان او نور هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي ډیر ژر له هغه هیواد څخه بهر کړي.

سپینې ماڼۍ د ټویټر په څلورو پیغامونو کې لیکلي چې دا کار د بشر په تاریخ کې د ترانسپورت په یوه ستر ماموریت کې ترسره کیږي.

په یوه ټویټ کې راغلي:"موږ د ځانګړو ویزو پر شرایطو د زرګونو برابرو افغانانو لیږد ته دوام ورکوو."

سپینې ماڼۍ همدارنګه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې د امریکا حکومت د جوبایډن په لارښونه ، د ځانګړو ویزو متقاضیانو ته ډیر امکانات برابر کړي او مخکې له دې چې طالبان پر کابل وکمن شي د اس ای وي د متقاضیان ادارې کارونه پنځوس سلنه کم شوي وو.

د افغانستان هغه اتباع چې په افغانستان کې یې د امریکا پوځ او یا هم د امریکا حکومت ته کار کړی وي په امریکا کې د میشت کیدو پر شرایطو برابر کیږي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه څه باندې ۷۰ زره کسان د خاصو ویزو له لارې امریکا ته راغلي دی او اوسمهال ۱۸ زره نورو کسانو دغو ویزو ته وړاندیز ورکړی دی.

جاپان: په افغانستان کې ثبات زموږ په ګټه دی

د جاپان صدراعظم یوشیهیدي سوګا وایي د افغانستان ثبات او بیارغونه د جاپان له ملي ګټو سره نږدې رابطه لري.

ښاغي سوګا د چهار شنبې په ورځ وویل، جاپان به په افغانستان کې د ثبات د راوستلو او د هغه هیواد د بیارغونې لپاره له نورو هیوادونو سره نږدې کار وکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG