د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

عمران خان او ولادمیر پوټین په افغانستان خبري وکړې

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د پاکستان صدراعظم په یوې ټلفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ.

کرملین د چهار شنبې په ورځ وویل چې د روسیې او پاکستان مشرانو په افغانستان کې د داسې یوه حکومت په جوړیدو هم بحث وکړ چې پکې د ټولو خلکو منافع په پام کې نیول شوي‌ وي.

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د سه شنبې په ورځ ویلي‌ وو چې روسیه ، امریکا، چین او پاکستان علاقه مند دي چې د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره د منځګړو په توګه ونډه ولوبوي.

د طالبانو د خبرداري سره سره نن پنجشنبه د اګست ۲۶ ( وږې څلورمه ) د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د هغو افغانانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کیده چې له مخکې اطلاع ورکړل شوې ده.

لسګونو افغانانو نن سهار په مسافر وړونکو بسونو او کاسټر موټرو کې د هوایي ډګر دروازې مخ ته د ننوتلو انتظار کاوه.

د حمدالله په نوم یو مسافر وویل، کابل کې د یو بهرني سفارت سره یې کار کاوه او دا ټول مسافر د یو شمیر سفارتونو کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي دي چې د سفارتونو له خوا د اطلاع وروسته د ښار له بیلابیلو برخو څخه په موټرو کې پورته شوي او هوایي ډګر ته روان شوي دي.

یو شمیر افغانان په داسې حال کې هوایي ډګر ته د ننوتلو هڅې کوي چې طالبانو ویلي د اګسټ د ۳۱مې نیټې څخه وروسته به امریکا او نورو هیوادونو ته د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر څخه د افغانانو د ایستلو بهیر اوږدیدو ته اجازه ورنکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې خبریالانو ته وویل چې هوايي ډګر ته به د بهرنیو اتباعو پرته افغانانو ته د تللو اجازه ورنکړي.

ټاکل شوېده د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو صدر اعظم نفتالي بنیت سره وګوري.

دا د روان میلادي کال په جون میاشت کې د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه د بنیټ له ټاکل کیدو وروسته، لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو مشرانو مخامخ ملاقات کوي.

ټاکل شویده ښاغلی بایډن له بنیټ سره پر امنیتي مسایلو سربیره د کرونا ساري ناروغۍ په اړه هم خبري اتري وکړي.

د جوبایډن د حکومت یوه چارواکي له ملاقات مخکې خبریالانو ته وویل چې:" د اسرائیلو صدراعظم فرصت لري څو د امنیت، د ځان د دفاع او د خپلو دفاعي اړتیاوو په اړه د امریکا د جمهور رئیس ټینګې ژمنې واوري."

دې امریکایي چارواکي همدارنګه ویلي:"په افغانستان کې د امریکا د نظامي دخالت قریب الوقوع پای دا شرایط رامنځ ته کوي چې د امریکا منابع او پام د اسرائیلو په ګډون نورو لومړیتوبونو ته واوړي."

ددغه امریکایي چارواکي په وینا، د امریکا او اسرائیلو د مشرانو د بحث عمده توجه به د ایران پر اټومي پروګرام او هغه څه په اړه چې په سیمه کې د تهران بې ثبات کوونکي اقدامات ګڼل کیږي، متمرکزه وي.

پداسې حال کې چې د افغانستان نه د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو وروستۍ نیټه چې د همدې روانې د اګست د میاشتې ۳۱ مې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې، متحده ایالاتو او متحدینو یې د کابل د هوایي ډګر نه د تخلیې بهیر چټک کړی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تیره ورځ وویل چې د تخلیې د بهیر د پیل راهیسې څه باندې ۸۸ زره کسان د افغانستان نه په الوتکو کې ایستل شویدي.

د پنټاګان ویاند جان کربي د چارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي۳) وویل چې تر اوسه ۴۴۰۰ امریکایي اتباع د افغانستان نه ایستل شوي خو معلومه نده چې څومره یې لا هم هلته پاتې دي.

بریتانې د افغانستان نه ټول ټال ۱۲۲۷۹ کسان تر اوسه ایستلي دي او ۴۰۰ پاتې دې چې باید وایستل شي.

د جرمني عسکرو د پنجشنبې تر ورځې د افغانستان نه ۵۱۹۳ کسان ایستلي.

جرمني ټول ټال ۱۰ زره کسان چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او هغه افغانان چې د دوي سره یې کار کړی و، تشخیص کړي و چې باید د افغانستان نه وایستل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې ۱۰۰ فرانسوي اتباع او ۲ زره افغانان د کابل نه په الوتکې کې دې هیواد ته رسیدلي دي.

د منځني ختیځ په هیوادونو کې بیا قطر نن ویلي چې تر اوسه یې د څه باندې ۴۰ زرو کسانو په تخلیه کولو کې مرسته کړې او وایي چې دا بهیر به د نړیوالو همکارانو سره په ګډه روان ساتي.

د بلجیم صدراعظم الکیزاندر ډی کرو ویلي چې دې هیواد شاوخوا ۴ سوه کسان د کابل د هوایي ډګر نه ایستلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې تر اوسه ۱۴ سوه کسان د افغانستان نه ایستلي چې ۱۰۰۰ یې د دې هیواد اتباع دي.

بل پلو د پولینډ چارواکو ویلي چې د افغانستان نه تقریباً ۹ سوه کسان ایستلي دي چې ۳ سوه یې میرمنې او ۳ سوه یې ماشومان دي.

د افغانستان په نږدې ګاونډیانو کې بیا هند ویلي چې ۵۶۵ کسان یې چې اکثریت یې د دې هیواد د سفارت کار کوونکي او اتباع و، ایستلي دي. د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دې هیواد همدارنګه افغان سیکهان، هندوان او لس ګونه نور افغانان ایستلي دي.

ها خوا بیا مجارستان یا هنګري ویلي چې د تخلیې بهیر یې پای ته رسولی او ۵۴۰ تنه یې د افغانستان نه ایستلي چې د دې هیواد اتباع او افغانان پکې شامل دي.

ډنمارک هم ویلي چې د تخلیې وروستۍ الوتکه یې د چارشنبې په ورځ د کابل د هوایي ډګر نه والوته. دې هیواد لږ تر لوه ۱۰۰۰ تنه د افغانستان نه ایستلي دي.

د سویس چارواکو هم ویلي چې د جرمني او متحده ایالاتو په مرستې یې ۲۹۲ کسان د تاشکند د لارې د افغانستان نه ایستلي دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG