د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

لږه شیبه مخکې د کابل هوایي ډګر ته نژدې چاودنه وشوه

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په ټویټر باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې دغه پیښه تائیدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات ندي ترلاسه شوي.

نور جزییات وروسته...

د کابل هوایي ډګر ته نږدې په ګڼه ګوڼه کې چاودنه

د کابل نړیوال هوایي ډګر ته نږدې چاودنه شوې. زرګونو کسان دلته د افغانستان څخه د وتلو د هڅې لپاره راټول شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې نوعیت ندی څرګند شوی، خو د رویترز اژانس د امریکایي منابعو له قوله رپوټ ورکړی چې دا برید "ځانمرګې" حمله وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په ټویټر کې لیکي چې پیښه تائیدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات ندي ترلاسه شوي.

د روغتیایي مسولینو په وینا یو شمیر ټپیان د پیښې له ځایه د کابل ښار روغتونونو ته انتقال شوي دي، خو کره شمیره نده ذکر شوی.

د رویترز اژانس د طالبانو د یو مقام له قوله رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان پدې پیښه کې وژل شوي دي او د طالبانو په ګډون یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې چاودنې د کولو ادعا نده کړې.

د سپينې ماڼۍ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې د "خونړي برید" په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي.

دغه چارواکي ویلي چې جمهور رئیس بایډن په سچویشن روم کې دی. د امریکا جمهور رئیس د خپل ملي امنیت د ټیم سره پدې کوټې کې په بحراني حالت کې راټولیږي او د هیواد نه بهر د مسؤلینو سره په خوندي توګه خبرې کوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د چاودنې د کولو ادعا نده کړې
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د چاودنې د کولو ادعا نده کړې

ناټو وایي لا یې هم لومړیتوب د افغانستان نه د هر څومره کسانو ایستل چې امکان یې وي لومړیتوب لري.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه "ناوړه تروریستي حمله" بللي او په ټویټر کې یي لیکلي چي، "متحد ځواکونه باید د کابل نه د هغو کسانو د ایستلو بهیر روان وساتي چې د خطر سره مخ دي. "


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG