د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

بریتانیه د کابل په هوایي ډګر کې د برید نه وروسته د "بحراني وضعیت" غونډه جوړوي. د حکومت یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د برید په هکله صدراعظم بوریس جانسن ته معلومات ورکړل شوي او نن پنجشبه به عاجله غونډه هم وکړي. د بریتانیې د دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي چې په چاودنې کې د دې هیواد پوځیانو او حکومتي مامورینو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې.

د کابل په هوایي ډګر کې په چاودنې وژل شوي او ټپي شوي کسان د ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي. استخباراتي سرچینو امریکا غږ ته تائید کړه چې یوه بله چاودنه د باران هوټل سره نږدې شوې چې د کابل د هوایي ډګر نه ۲ سوه متره لیرې پرته ده. د پیښې په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي.

kabul blast
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:33 0:00

جرمني په افغانستان کې د تخلیې ماموریت پای ته ورساوه.

د جرمني د دفاع وزیرې آنګرت کرامپ – کارنباویر ویلي چې ټول عسکر یې د افغانستان نه ایستلي او د تخلیې وروستۍ الوتکه یې د کابل نه الوتلې ده.

آغلې کارنباویر ویلي چې "ټولو عسکرو، د بهرینو چارو د وزارت مامورینو او فدارلي پولیسو خپل ماموریت په خوندي توګه پای ته ورساوه او د کابل نه یي پرواز وکړ."جرمني د اګست د میاشتې د ۱۶ مې راپدیدخوا ۵۳۴۷ کسان د افغانستان نه په الوتکو کې ایستلي دي.

پنټاګون: د کابل هوایي ډګر په چاودنه کې یو شمیر امریکايی پوځیان وژل شوي

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د کابل هوایي ډګر ته نږدې د پنجشنبې د ورځې اګست ۲۶ (وږي ۴) چاودنه کې یو شمیر امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د پنتاګون ویاند جان کربي په یو بیان کې ویلي : "تائید کولی شم د کابل د هوایي ډګر په پیچلي برید کې یو شمیر امریکایي پوځیان وژل شوي دي. یو شمیر نور هم د ټپونو په خاطر تر درملنې لاندې دي، همداشان پوهیږم چې یو شمیر افغانان هم ددې ظالمانه برید قرباني شوي دي."

ښاغلي کربي پدې برید کې د امریکایي پوځیانو او افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې شمیره په ډاګه نکړه، خو د رویترز اژانس د امریکایي منابعو له قوله رپوټ ورکړی چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین، ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي افغانان چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپیان شوي دي. ددې چاودنې یو شمیر قربانیان او ټپیان د کابل د ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي شاهین ددې برید د غندلو په ترڅ کې ویلي چې طالبان به ددې برید د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. د طالبانو یو بل مقام د امریکاغږ ته ویلي چې دغه برید د یو ځانمرګي بریدګر له خوا شوی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG